د لاس رسي وړ اتصالات

سیستان بلوچستان کې وچکالي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو شخړه


سیستان بلوچستان چې له افغانستان سره پوله لري د خپل ستراتیژیک او اقتتصادي موقیعت له کبله او دا چې د چهابهار بندر ته نږدي دی، له خورا زیات اهمیت څخه برخمنه سیمه بلل کیږي.

خو اوس دغه ولایت وچکالي ځپلې ده او اوسیدونکي يې وایې چې دغې ستونزې په سیمه کې یو طبعي ناورین رامنځته کړی دی.

"د هامون د سیندونو او په ایران کې د اوبو د بحران" تر عنوان لاندې، د اتلانتیک شورا څیړنیز مرکز د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې د کارپوهانو یوه غونډه رابللې وه.

د غونډې په پیل کې "هامون یو وخت" په نامه یو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو چې پکې د هامون سیند ته نږدې پرتو سېمو کې د خلکو حالت انځور شوی دی.

په فلم کې چې د یو ایراني فلم جوړونکي لخوا جوړ شوی، ښکاري چې خلک د اوبو د کمښت له امله خپل څاروي، کار و بار او عاید له لاسه ورکړي دي.

فلم کې ښکاري چې څنګه زرغونې سیمې د اوبو د نه شتون له وجې په چتکۍ په وچې بیدیا بدلیږي.

د فلم تر لیدلو وروسته د ایراني، افغان او امریکایي کارپوهانو یوې ډلې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر بحث وکړ.

د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر، شیر جان احمدزی چې پدغې غونډې کې ګډون کړی و، وایې چې په افغانستان کې د ظرفیت نه شتون له امله د اوبو د کړکیچن ویش په سر خبرې اترې د پام وړ پایلې ندي لرلي.

ها خوا لیکواله، فاطمه امان چې د افغانستان او ایران ترمنځ یې د اوبو د ویش په سر د اختلافاتو په اړه مقاله لیکلې ده پدې باور ده چې ملګري ملتونو دې د یادې ستونزې د حل لپاره مداخله وکړي.

میرمن امان وایې: "د ایران د انقلاب څخه وروسته او مخکې د دې هیواد ټول حکومتونه د هلمند د سیند د اوبو په هکله یو ډول دریځ درلود او په افغانستان کې هم د ظاهر شاه د واکمنۍ راوروسته او د طالبانو د حکومت تر نسکوریدو پورې یو ډول دریځ وو، نو ځکه اوس د ایران او افغانستان ترمینځ د اوبو د ویش مسله په یوې ملي مسلې بدله شوې ده."

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو د وېښ او پدې اړوند د ممکنه شخړو پر سر مو په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر، شیر جان احمدزي سره مرکه کړې ده چې دلته یې کتلئ شئ.

ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د وچکالۍ تور په افغانستان لگوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

XS
SM
MD
LG