د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل سیند حوزه کی د اوبو مصؤنیت


د کابل سیند حوزه کی د اوبو مصؤنیت

شیرجان احمدزی

د اوبو مصؤنیت او یا تهدید د هر هیواد لپاره یوه اساسي موضوع ده چی د سیمو او هیوادونو راتلونکی اغیزمنولی شي. په ځینې وختونو کی د اوبو کمښت او یا بې ساری زیاتوالې د ملي امنیت په ستونزې هم بدلېدای شي. له علمی اړخه د اوبو مصؤنیت لا اوس هم یو واحد او هر اړخیز تعریف نه لري خو د نفوس زیاتوالی، په چاپیریال کی بدلون او د تودوخې زیاتوالی، د اوبو ویش یا لګول، استعمال او مهارول یې ځینې لاملونه دي چی د اوبو په مصؤنیت مستقیمی اغیزې لرلی شي. د ملګري ملتونو اداره د ابو مصؤنیت په داسې ډول تعریفوي: د بشري ښېګڼې او روغتیا ساتلو، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او ژوند کولو لپاره په خلکو کی د کافي او ښه کیفیت لرونکو اوبو ته د لاسرسی درلودو ظرفیت، د اوبو د ککړتیا، او د اوبوله امله د طبیعي تهدید اتو نه د خوندی پاتی کیدو تضمینول، او د سیاسي ثبات او سولې په فضا کی د طبیعي چاپیریال خوندی ساتلو توان لرل د اوبو مصؤنیت بلل کیږي. د نړۍ په ډیرو او په خاصه توګه په غریبو او وروسته پاتی سیمو کی خلک دغه راز ستونزو سره مخ دی او حکومتونه یی د ابو د مصؤون ساتلو توان نه لري.

د کابل سیند د اوبو مصؤنیت نشتوالي لا تر مخه په دی حوزه کی مېشت خلکو ژوند، روغتیا، ټولنیزو روابطو، چاپیریال او اقتصادي توان اغیزمن کړی دی. د کابل سیند په ګډه حوزه کی افغانستان او پاکستان دواړه د دغه راز ستونزو او ننګونو سره مخ دي. د کابل سیند حوزې د اوبو سرچینه د افغانستان مرکزي غرونه او د پاکستان سره په شمال شرقي سیمو کی د واورې او باران ورښت او د غرونو په څوکو کې یخچالونه (د واورو زېرمی) دي. علمی تحقیقات ښایي چی په تیرو ۸۰ کلونو کی اقلیم تغیراتو له کبله د افغانستان په یخچالونو یعنې د افغانستان د اوبو په اساسی زېرمو کی ٪۵۰ کمی راغلی دی چی دا به په خپله د افغانستان د اوبو مصؤنیت ته لوي ګواښ دی.

د کابل سیند حوزې ډیره برخه په افغانستان کی موقعیت لري او د افغانستان ۹ ولایتونه په کی شامل دی. باید ووایو چی د جیولوژي علم له نظره د اوبو حوزه یوازې هغه سیمه نه ده چی یو لوی سیند په کی بهېږي بلکه هغه نوری سیمی چی دی لوی سیند او سیمې ته ورنه واړه سیندونه راغلي وي هم شاملیږي. لکه د کابل سیند ته د سیمی نور سیندونه لکه کونړ، پنجشېر، غوربند، لوګر او نور سیندونه رابهیږي نو دغه ټول ولایتونه او سیندونه د کابل سیند اوبو حوزې کی شاملیږي. دغه راز په پاکستان کی د ډیورند کرښې بلی غاړې ته د پښتونخوا ولایت سیمې او لوی ښارونه لکه پېښور، نوښار، مردان او چارسده پرتې دي. د کابل سیند حوزه په پاکستان کی په اټک کی د اباسین سره د کابل سیند په يوځای کیدو ختمیږي او په لاره کی ورسره د سوات سیند یوځای کیږي چی په نتیجه کی یی اباسین (دریای سند یا انډس ریور) ته د کابل سیند د بهېدونکو اوبو کچه په کال کې ۲۱،۵ کيلومتر مکعبو ته رسېږي.

په افغانستان کی د کابل سیند حوزه کی تقریباْ ۸ میلیونه خلک ژوند کوي چی د دی حوزې اوبه د څښاک او کرنی لپاره کاروي او د نفوس له کبله د افغانستان د ټولو نه لویه حوزه بلل کیږي چی یواځې ۴ میلیونه خلک یی په کابل ښار کی ژوند کوي. په دی حوزه کی هر کال د اوبو کمښت او یا د سېلابونه له امله د اوبو ناڅاپه زیاتوالی د مېشتو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په تیرو څو کلونو کی په افغانستان او په خاصه توګه د کابل سیند حوزه کی د وچکالي او په ځینې ځایونو کی د سېلابونو له کبله خلکو خپل ژوند، کروندې، کورونه له لاسه ورکړل. په ځینې ځایونو او وختونو کی د اوبو لګولو د ښه نظام د نشتوالی له کبله د ابو د زېرمو په سمه توګه نه کارېدل خلک دی ته اړ کړل چی خپلی سیمی پریږدي او ښارونو لکه کابل، جلال آباد، مهترلام، چاریکار او نورو وړو ښارونو ته وکوچېږي . د دوی کوچېدل په ښارونو کی د اوبو په سیستم او زېرمو نور فشار زیاتوي ځکه په ښارونو کی د نفوس زیاتوالی د اوبو په کارولو نوری منفي اغیزې لري او په ښارونو کی د اوبو مصؤنیت ګواښوي.

همدغه راز د دی حوزې په لویو ښارونو لکه کابل او پېښور کی د اوبو ککړتیا لا تر مخه د اوبو زېرمی تهدیدوي او د دی ښارونو اوبو کی ځینې زهرجن عناصر او کیمیاوي مواد پیدا شوي چی د خلکو روغتیا ته لوی ګواښ دې. ځینې علمی تحقیقات ښایي چی د کابل ښار کی د کانالایزیسون نشتوالی او د اوبو زېرمو کی د انسان او حیواني فاضله موادو ورګډیدل اوبه ککړی کړی دي چی په پایله کی یی خلکو ته نور ډیری زیاتی روغتیایي ستونزې پیدا کړي. په پېښور کی هم حال تر دی ښه نه دی. هلته د فابریکو فاضله مواد د ښار د اوبو زېرمو او ویالو ته غورځول کیږي چی د ځمکی لاندی اوبه او څاګانې یی هم ککړی کړی دي.

د کرهڼې لپاره د اوبو کارولو ځینې طریقې او د حد نه زیات استعمال هم د ابو زېرمی ګواښوي چی په نتیجه کی یی اوبه هم ضایع کیږي او هم یی د ځمکی لاندی سطحه نوره ټیټېږي. د مثال به توګه په ځینې سیمو کې د ابو لګولو او یا د زراعتي ځمکو په خړوبولو کی ډیری زیاتی اوبه تبخیراو ضایع کیږي. همدا راز په هغو سیمو کی چی د اوبو کمښت سره مخ دی د زراعتي توکو لکه ګني او یا وریځو او یا د داسې نورو توکو کرل د اوبو د ضیاع لامل ګرځی ځکه ګني او وریځې دواړه ډیرو زیاتو اوبو ته اړتیا لري نو مناسبه به وي چی خلک یی د دی په ځای نور توکي چی د اوبو ډیر مصرف ونه لري وکري.

له بل پلوه افغانستان اوس مهال د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره برېښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او د برېښنا مزی له داسې ځایونو تیریږي چی طبیعي حوادث لکه زلزله، د واورو ښویېدل او سېلابونه یی په آسانه له مینځه وړی شي او د افغانستان لپاره ملي امنیتي ستونزې راپیدا کولای شي. لکه د مثال په ډول د ۲۰۱۵ کابل په ژمی که د سالنګ غرونو کی د واورې ښویېدو له امله د برېښنا مزی پرې شو‎ي وو او د کابل ښار به میاشتو میاشتو په تیارو کی وو. په افغانستان کی دننه د اوبو د مهارولو لپاره د میکانیزمونو نه شتون د اوږد مهال لپاره د اوبو مصؤنیت له ګواښ سره مخ کوي او طبیعي ستونزو لکه سېلابونو مخه نه نیول کیږي چه په نتیجه کی ابو د مصؤنیت پر ځای د اوبو تهدیدونه زیاتیږي.

پورتنیو ستونزو لکه د نفوس زیاتوالی، اوبو ککړیدل، د اقلیم بدلون، د اوبو لګولو پخوانۍ طریقې او سیستم، د ځمکی لاندی د اوبو د سطحی ټیټېدل، د اوبو د حد نه زیات کارول او ضایع کول، د واورې او باران د ورښت کمېدل او د یخچالونو له مینځه تلو ته په کتو ویلای شو چی د کابل سیند حوزه کی د اوبو مصؤنیت ګواښ سره مخ دی او دی ګډه حوزه کی یواځې افغانستان نه شي کولای دا موضوع حل کړي. خو دا په دی معنا نه ده چی د افغانستان خلک دی اوبو کارولو ځینې طریقې بدلی نه کړي او یا دی په کور دننه د ابو مصؤنیت د تضمینولو لپاره کوچني ګامونه پورته نه کړي. افغانستان مسؤل چی د هیواد دننه ستونزو لپاره د حل لاری ولټوي خو ځینی لوی ګامونه لکه د لویو بندونو جوړول به په ګاونډی هیوادونو لکه پاکستان هم اغیزې ولري چی کېدای شی د پاکستان له خوا د لا زیات مخالفت سره مخامخ شي لکه د کونړ سیند باندې د کامې بند جوړول چی پاکستان ورسره مخالفت ښودلی. خو که د دغه بند مؤثریت ته وګورو، ګټی یی دواړه هیوادنو ته رسېږي. په افغانستان کی به د ځمکو د خړوبول او برېښنا تولید زیات شی او پاکستان به هم له دی تولید شوی برېښنا ګټه واخلي ځکه پاکستان برېښنا ته ډیر زیات ضرورت لري او په هیواد کې دننه په کافي اندازه تولید نه لري. برسیره پردی دغه راز بندونه د سېلابونو په کنترول کی هم ډیره مرسته کولای شی ځکه هر کال په پښتونخوا کی د اوبو د ناڅاپه زیاتوالی له کبله د خلکو ژوند له خطرونو سره مخ کیږي چی دا پخپله د اوبو د مصؤنیت نه شتون ښایي.

XS
SM
MD
LG