د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک نړیواله کمیټه: طالبان افغان لوبغاړي پریږدي چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي


افغان لوبغاړو تیر ځل د ټوکیو په المپیک سیالیو کې هم برخه اخیستې وه.
افغان لوبغاړو تیر ځل د ټوکیو په المپیک سیالیو کې هم برخه اخیستې وه.

د المپیک نړیواله کمیټه وایي په قطر کې یې د افغانستان د بدني روزنې او ورزش د ریاست د مسؤلینو سره په ملاقات کې دا ژمنه تر لاسه کړې چې افغانستان خپلو لوبغاړو او لوبډلو ته په نړیوالو سیالیو کې د برخې اخیستو اجازه ورکوي.

دې کمیټې په یوې اعلامیې کې ویلي، "په غونډې کې د افغانستان استازو وویل چې د المپیک منشور پلي کولو ته په جدي توګه ژمن دي او تعقیبوي یي".

د المپیک د نړیوالې کمیټې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په غونډې کې دواړو خواوو پدې ټینګار وکړ چې ټولو افرادو ته باید پرته له تبعیضه اجازه ورکړل شي چې په آزاده توګه ورزش وکړي.

د طالب استازو او المپیک د نړیوالې کمیټې د غړیو تر منځ غونډه ګټوره بلل شوې او د خبرو دوام غوښتل شوی.

په غونډې کې د افغانستان په استازیتوب نظر محمد مطمئین برخه اخیستې وه چې طالبانو د سپټمبر په میاشت کې پخپلې سرپرستې کابینه کې هم اعلان کړی و.

د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي چې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په رسمیت پیژني.

سره لدې چې د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د واکمن کیدو نه وروسته سلګونه ورزشکاران او د ورزشي ادارو اړوند چارواکي د افغانستان نه وتلي خو دا تازه اقدام پدې معنی چې افغان لوبغاړي کولی شي د بل کال د فبروري په میاشت په چین کې د المپیک په سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان څخه د ځینو لوبغاړو په وتلو کې د فوټبال نړیوال فدراسیون او د المپیک نړیوالې کمیټې هم مرسته کړې.

دا اقدام داسې وخت کیږي چې په نیویارک کې د «ربي»، بریتانیا کې د فوټبال د یو کلب او «کیم کارداشیان ویسټ» سازمان په مرسته د افغانستان د ښځو فوټبال د لوبډلې غړې له پاکستان څخه بریتانیا ته ورسېدې.

د دوی لپاره یوه الوتکه کرایه شوې وه. په الوتکې کې د فوټبال د ځوانانو د ملي‌ لوبډلې ۳۰ لوبغاړې او د کورنۍ غړي وو چې ټول یې ۱۳۰ تنه وو.

دوی به په بریتانیا کې د عادي ژوند تر پیل مخکې د کرونا ویروس د محدودیت له کبله ۱۰ ورځې قرنطین وي‌.

د انګلنډ د فوټبال د پریمیر لیګ یو کلب «لیډز یونایټډ» ژمنه کړې چې له دغو ځوانو لوبغاړو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG