د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایران څخه په ارزانه بیعه انټرنیټ اخلي


اوس مهال په افغانستان کې نږدې لس میلیونه خلک انټرنیټ کاروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې دغه وزارت د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزارت سره موافقه کړې، چې د یوې خوا به ایران افغانستان ته په ارزانه بیعه انټرنیټي خدمتونه برابر کړي او د بلې خوا به د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې افغانستان له خپل نوري فابیر سره هم ونښلوي.

د دغه وزارت ویاند سائر ځلاند د پنجشنبې په ورځ (سلواغې ۱۱ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تهران ته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي د سفر پر مهال هغه د ایران د "ټي ای سي" شرکت څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه هیواد د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ له وزیر محمد رضا آذری جهرمي سره په کتنه کې د سیمه ییز اتصال په موخه، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بېعو پر کمښت او په ارزانه بېعه د ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښولو په اړه هم هوکړه کړې ده.

هغه وویل، د دواړو هیوادونو تخنیکي ټیمونه به په دې مسله خبرې ژر پیل کړي او ورسره به ایران د را روان لمریز ۱۳۹۸ کال له پیل څخه افغانستان ته په ارزانه بیعه انټرنیټ برابر کړي.

افغانستان اوس مهال د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د خپلې اړتیا وړ انټرنیټ اخلي، خو د سیمې هیوادونو ته په کتنې په دغه هیواد کې د انټرنیټ بیعه لوړ او کیفیت یې هم ښه دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د ایران د ارتباطاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرانو د هرات او د نیمروز ولایت د مرکز زرنج تر منځ د نوري فایبر د اتصال او د ایران له لارې چابهار سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې هم هوکړه کړې، چې له دې لارې به افغانستان د بحري کېبل (Submarine cable) سره د نښلېدو او سيمه ييز اتصال تر څنګ د انټرنټي معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه لا پیاوړی شي.

دا اعلامیه وايي دواړو وزیرانو د ټلېفوني مکالماتو په برخه کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ د نرخونو په کمولو هوکړه کړې ده.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹.۷ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا اته میلیونه خلک د درې جې "3G " او څلور جي "4G" او پاتې نور د دوه جي " 2G " انټرنیټي خدمتونو څخه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG