د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د "ټي اې ايس آی ایم" انټرنیتي پروژې سره نښلول کیږي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې له نهو میلیونو زیات خلک انټرنیټ کاروي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې له نهو میلیونو زیات خلک انټرنیټ کاروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د سیمې د هیوادونو سره د انټرنیټ د نښلولو په برخه کې د دغه وزارت د هڅو په لړ کې افغانستان د "ټي اې ايس آی ایم" د انټرنیټي خدمتونو د برابرولو د سیمه ییزې پروژې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

"ټي اې ايس آی ایم" پروژه د ختیځې آسيا او لودیځې اروپا هېوادونو د نښلېدو یوه پروژه ده چې نوري فايبر له لارې د جرمني فرانکفورت ښارڅخه تر هانکانګ پورې به وغځېږي او په دې توګه به د نړۍتبادلې (اکسچینج) دوه سترې نقطې سره ونښلوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې، چې نن د شنبې په ورځ ( مرغومې ۲۲ مه)یې رسنیو ته استولې، ویلي، چې په آذربایجان کې په هغه درې اړخیزه غونډه کې، چې د ماليې سرپرست وزیر محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي او د آذربايجان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو، په دې پروژه کې د افغانستان او ترکمنستان د شاملو پریکړه وشوه.

دا وزارت وايي،په دې اړه به د اړوندو هېوادونو یو ګډه تخنيکي کمېټه کار وکړي او د آذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ ددغه پروژې د عملي کېدو په موخه به په تخنيکي چارو کې د یو درې اړخيزه هوکړه لیک چمتو کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي،آذربايجان د ترکمنستان سره د نښلېدو په موخه د کسپين سمندرګي کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی.

افغانستان له وړاندې د تورغونډۍ بندر له لارې د ترکمنستان سره نښلول شوی دی.

ددغې پروژې له لارې تلوونکی نوري فایبر به د افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېرشي.

اوس مهال افغانستان د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی دی، خو د سیمې د هیوادونو پرتله په دغه هیواد کې د انټرنیټ بیعه لوړه او کفیت یې هم چندانې ښه نه دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سائر ځلاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغانستان د پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه انټرنیټ اخلي.

همداشان افغان حکومت د بدخشان ولایت کې له چین سره د واخان سرحدي سیمې له لارې د فیبر نوري د مزي د غځولو یوه پروژه، د چین په مالي مرسته پیل کړې ده.

ښاغلی ځلاند وايي، د هغو شرکتونو سره، چې افغانستان ته انټرنیټ برابروي د انټرنیټ د بیعو د ټیټیدو په اړه خبرې روانې دي او تمه ده، چې د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې به دا قراردادونه نهايي شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۹.۷ میلیونه افغانان انټرنیټ کاروي.

XS
SM
MD
LG