د لاس رسي وړ اتصالات

په دوو اوونیو کې د کرکټ دوه اتلولۍ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لویو وچو د جام په سیالیو کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړله او پدې سره یې د اتلولۍ جام وګاټه.

که څه هم چې د عربي متحده اماراتو لوبډلې د توپ وهنې په دویم نوبت کې ښه پیل وکړ او داسې څرګندیده چې لوبه د مساوي کیدو په لور روانه ده خو د افغانستان ځوان توپ اچونکي ، راشد خان د سیالې لوبډلې دا خیال ریښتیا کیدو ته پرې نښود.

راشد خان د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي په لومړي نوبت او پنځه لوبغاړي په دویم نوبت کې وسوځول او په همدې سره د لوبې غوره لوبغاړي هم وټاکل شو.

د توپ وهنې په برخې کې بیا درېو افغان لوبغاړو سلیزې وکړلې، تر ټولو زیات رنزونه احسان الله جنت وکړل. هغه ۱۲۴، ورپسې د لوبډلې مشر اضغر ستانکزي، ۱۱۴ او رحمت شاه زرمتي ۱۰۳ رنزونه وکړل.

دا دویم ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله د لویو وچو د جام اتل کیږي. تیر ځل افغانستان دا جام په ۲۰۱۳ کال کې ګټلی و.

دا همدارنګه وروستی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې د لوبډلې په صفت د څلور ورځو پدې لوبو کې برخه اخلي. افغانستان اوس د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او تمه کیږي چې د راتلونکي کال په سر کې به د زمبابوې د لوبډلې سره د ټیسټ یا پنځو ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه وکړي.

د دغو لوبو نه وړاندې د افغانستان ځوانانو لوبډلې د آسیا جام په سیالیو کې د پاکستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړله او د اتلولۍ جام یې کور ته یوړ.

راتلونکې لوبې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د همدې میاشتې په پنځمې، اومې او لسمې نیټې د آیرلنډ د لوبډلې سره درې نړیوالې لوبې لري. لوبې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې کیږي چې د افغانستان د کرکټ "هوم ګروانډ" دی.دا د نړیوالې شورا د بشپړ غړيتوب تر لاسه کولو وروسته د دواړو هیوادونو لومړنی سیریز دی.

د نولس کلنو نړیوال جام

د کرکټ د نړیوالې شورا د نولسو کلنو د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې پیل کیږي. لومړنۍ لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو تر منځ د جنوري د میاشتې په دیارلسیمې نیټې کیږي.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې څه موده وړاندې دوه ځلې د پاکستان د لوبډلې سره مخامخ شوه او په دواړو ځلو یې په ستر توپیر ماتې ورکړله.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG