د لاس رسي وړ اتصالات

په انتخاباتو کې د ښځو دپاره پالیسي جوړه شوې


د ښځو چارو وزارت په ټاکنو کې د میرمنو د ګډون لپاره ځانګړې پالیسي جوړه کړې ده دغه پالیسي د ولسي جرګې د ښځو د چارو د کمیسیون په مرسته جوړه شوې ده.

نوموړې پالیسي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شوې ده او کمیسیون ژمنه کړې چې د پلي کولو لپاره به یې هلې ځلې وکړي.


د ولسي جرګی د ښځو د چارو کمیسیون د افغانستان د ښځو چارو وزارت سره په ګډه یوه پالیسي جوړه کړه چې په ټاکنو کی به د ښځو ګډون آسانه او پراخ کړي.

د ولسي جرګې د ښځو د چارو د کمیسیون مشره فوزیه کوفی وایی: د دغې پالیسۍ لپاره باید تر هر څه لومړی د میرمنو لپاره کور په کور د عامه پوهاوې کمپاین جوړ شي.،، د دی لپآره چې میرمنې د خپلې رای اهمیت و پیژني او په بیا نوم لیکنه کې ګډون ولري نو لازمه ده چی کور په کور عامه پوهاوی ورکړای شي د ټآکنو په خپلواک کمیسیون کی د ی د ښځو د استخدام نه پوره ملاتړ وشی او موږ د افغانستان د ملی انکشاف د ستراتیژی او قانون پر اساس غواړو د ښخو د استخدام کچه دی ۳۰ په سلو کی وي.،،

په تیرو ټاکنو کی د ښځو لپآره د رای ورکولو د پاڼو کموالي هم ډیري میرمنې له خپل قانونی حق له کارولو بې برخي کړي دي.

د ولسي جرګې د ښځو د چارو کمیسیون وایی چې دا ځل باید د میرمنو لپآره کافي پاڼې موجودې وي او له دی ټولو سره سره باید د میرمنو لپاره د رايی ورکولو محلات د هغوي میشت ځایونو ته نږدې وي څو میرمنې له امنیتي خطراتو پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق امر خیل د دغې پالیسی د پلي کولو ژمنه کوي او وایي په راتلونکو ټاکنو کې به د میرمنو د پراخ ګډون لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس یی پوره وي. ،، موږ تعهد لرو هر هغه امکانات او لاری چاری چی وپوهیږو د خویندو د ګډون لپآره زمینه سازي کوي موږ به ځیندي ن دریغ ونکړو ځکه خویندی زموږ د ټولنی ۵۰فیصده نه زیات وګړي جوړوي.،،

امرخیل وایي د نوم لیکنې تر دوهم پړاو پوري د ښځو د ګډون لپاره به ښه زیری خپور شي . د هغه په وینا دا مهال هان په نا امنه او لیري پروت نورستان او پکتیکا کې هم ښځینه کارکونکي لري خو لا هم د هېواد په ۶۰ ولسوالیو کې په انتخاباتي مراکزو کې ښځینه کارکونکي نشته .

د دې تر څنګ امر خیل وايي چی په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره لا هم غټې ستونزی په مخ کې پرتې دي.،، د ټولو نه غټه ستونزه د امنیت نه شتون دی کله چې امنیت نه وي میرمنې نشي کولای د رای ورکونکې ، کارمندې ، مبلغې یا د مدني ټولنې د غړې په صفت هلته کار وکړي. دوهم عنعنوي او کلتوری ستونزې دي په دغه برخه کې باید د مدني ټولنو ، د ښځو د حقونو فعالانې او دیني عالمان د ټاکنو له کمیسیون سره مرسته وکړي څو دا ستونزې هواری شي.،،

د تاکنو خپلواک کمیسیون دا مهال د عامه پوهاوي پراخ کمپاین هم جوړ کړی چې ډیری پيغامونه ورکی د میرمنو لپاره دي او ۸۵۰ مبلغین هم په ټول هیواد کې مټی رانغاړلی دی چی د میرمنو لپاره د ټاکنو په اړوند عامه پوهاوي ورکړي .د دغه مبلغینو ۵۰ سلنه هم میرمنی دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له امنیتي ارګانونو نه غواړي چې د هغو ۲۵۹ نا امنه مرکزونو د امنیت ساتلو تابیا دي هم وکړی چې دوی یې په امن ساتلو کې د عاجزی اعلان کړی دی.
تر څنګ یی فوزه کوفی وایی امنیتی ارګانونه باید د رایی ورکولو په مراکزو کی د سیمه ییزو زورواکو د اعمال نفوذ مخه هم ډب کړي . په همدی حال کې د ښځو د چارو وزارت مرستیاله وایي دعامه پوهاوی پراخ کمپاین یې پیل کړی دی او تر څنګ به یی په ولایاتو کی د میرمنو لپآره شته دولتی باغونه د رای ورکونو د محلاتو په ټوګه وکاروي.

خو لاهم په ټاکنو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پرتو مهاجرو افغانانو د ګډون لپاره هیڅ راز تابیا او تدبیر نشته او د ښنونکو له نظره به دا کار ډیری افغانان د خپل هېواد د راتلونکی زعامت په ټاکلو کې د رایی ورکولو نه بې نصیبه کړي
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG