د لاس رسي وړ اتصالات

ګالوپ: تقریباً نیمایي افغان میرمنې غواړي له افغانستان څخه ووځي


د ګالوپ یوه تازه سروې ښیي چې تقریباً ۴۷ په سلو کې میرمنې وایي، غواړي د افغانستان نه بهر ولاړې شي.

پداسې حال کې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د یوې اونۍ نه لږ وخت پاتې، خو د ګالوپ په تازه سروې کې میرمنو ویلي که امکان یې وي هغوي غواړي چې د تل لپاره د افغانستان نه کوم بل ځای ته ولاړې شي.

د پخوا په پرتله اوس د افغانستان په ډیرو سیمو باندې طالبانو کنټرول لري، د میرمنو سره ویره ده چې ښایي کومه آزادي چې اوس یې لري، هغه د لاسه یې ورکړي. د ګالوپ په سروې کې معلومه شوې چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د هغو میرمنو شمیر درې چنده زیات شوي چې غواړي افغانستان پریږدي او بل کوم هیواد ته کډه شي.

دغې ادارې په ۲۰۱۸ کال کې هم په یوې سروې کې معلومه کړې وه چې افغان میرمنې د خپل ژوند د انتخاب له پلوه په نړۍ کې تر ټولو "ناراضه" میرمنې وې.

د سروې د معلوماتو له مخې ۸۰ په سلو کې میرمنې کار او روزګار نلري او ۹۱ په سلو کې یې لږ تر لږه لومړنی ښوونځي یا هیڅ ښوونځی ندی لوستی.

د ګالوپ په سروې کې ویل شوي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د هیواد پریښودلو لپاره د خلکو لیوالتیا ډیره شوې خو د ټولو نه ډیره لیوالتیا بیا په جنوب لویدیځه ساحه کې ده ځکه چې هلته د طالبانو کنټرول زیات دی او د وچکالۍ له وجې خلک د خوراکي موادو د کمښت او غربت سره لاس او ګریوان دي.

اکثریت افغانانو ویلي چې غواړي جرمني او ترکیې ته ولاړ شي. پدې دواړو هیوادونو کې د سوریې نه وروسته ډیر شمیر افغان کډوال دیره دي. یوازې دولس په سلو کې بیا ویلي دي چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو ته کډه وکړي.

په سروې کې ویل شوي چې بهر ته د تگ لپاره په دومره زیاته کچه د میرمنو لیوالتیا د افغانستان راتلونکي حکومت ته د خطر زنګ دی ځکه نوی حکومت باید د افغان ولس او په ځآنګړي ډول د افغان میرمنو د ژوندانه د بهتره کولو لپاره باید ډیر زیار وباسي

XS
SM
MD
LG