د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان-هند لوبې په اړه د ځینې ستورو تبصرې


دا دریم ځل دی چې په اسیا جام کې د افغانستان د کرکټ د لوبې پریکړه د لوبې په اخیرې اوور کې کیږي.

د هند ټیم د کرکټ د نړۍ یوه د تر ټولو قوي لوبډله بلل کیږي او د کرکټ د کارپوهانو له نظره په اسیا جام کې هم دا وخت د ټولو نه قوي ټیم دی. د افغانستان د هند سره د لوبی په اخیرې اوور کې مساوي کولو نه وروسته د هند ځینو ستورو دغه د افغانستان کامیابي بللې ده.

د اسیا جام یوه خاص خبره د افغانستان د لوبډلې د مخالفه لوبډلو سره بیخې ډیرې سختې مسابقې دې او پدې وجه یې د کرکټ د نړیوالو مینه والو پام ځان ته اړولې دی.

د هند د کرکټ پخواني لوبغاړي محمد کیف په خپل ټویټر ولیکل "افغانستان د دې وړتیا لرله. لوبه مساوي شوه خو په ریښتیا د افغانستان لوبډله دومره ښه ولوبیدله چې باور مې نه راځي، افغانستان به ویاړي. هغوي ځینې اتلان لري."

د هند د کرکټ یو بل پخواني لوبغاړي لکشمن په ټویټر ولیکل چې "دا به ضرور د افغانستان د کرکټ لپاره یوه خاص ورځ وي. د هند د ټیم سره لوبه مساوي کول یو ډیره لویه کامیابي ده او د افغانستان ټیم باید په پان ویاړي. د افغانستان په ټیم کې یوه خاص څه شته."

په هند کې میشت مشهور سندرغاړي عدنان سمیع هم په ټویټر دواړو لوبډلو ته مبارکي وویله او وېی لیکل.

"دواړه خواوې وځلیدې. د هند او افغانستان دواړه لوبډلې ښه ولوبیدلې. عچبه مینه او ورورولې وه، دواړو یو بل ته ویل، ته مخکې شه، ته مخکې شه او لوبه مساوي شوه."

د هند یو خبریال سلمان نظامي په خپل ټویټر ولیکل چې هند او افغانستان دواړه ورونړه دي. دواړو لوبډلو ډیره ښه لوبه وکړله.


د هند نه علاوه هم د کرکټ د نړۍ ځینو مشهورو ستورو د افغانستان لوبه ستایلې ده.

ټام موډي چې د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی او د سریلنکا د لوبډلې روزونکی و. په څپل ټویټر د افغانستان لوبډله وستایله. هغه ولیکل,

"یو ځلې بیا، د افغانستان لوبډلې، ثابته کړه چې هغوي یو قوي ټیم دی. هغوي درې لوبې په اسانۍ گټلی شوی. اوس به دا گورو چې افغانستان راروان کال په نړیوال جام کې څومره نورې د کرکټ ټیمونه چورلوي."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG