د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه له هاګ سره ستونزه لري


هاګ وايي ښايي‌افغانستان کې جنګي جرمونه شوي‌وي‌چې باید وپلټه شي
هاګ وايي ښايي‌افغانستان کې جنګي جرمونه شوي‌وي‌چې باید وپلټه شي

که هاګ په افغانستان کې د امریکا پوځ او استخباراتي مامورانو په اړه د جنګي جرمونه پلټنې پیل کړي، واشنګتن یې ښايي پر ضد قوي اقدامات وکړي.

د رویترز خبري آژانس په حواله، جان بولتن، د ولسمشر دونالد ټرمپ د ملي امنیت مشاور، به د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ځینو امریکايي ځواکونو په هکله د ممکنه جنګي جرایمو د څیړلو په تړاو، د جرایمو نړیوالې محکمې (هاګ) ته یو ډول خبرداری ورکړي.

رویټرز وايي د ښاغلي بولتن د خبرو لیکنه بڼه يې لیدلې او لیکلي چې هغه به ووايي چې "متحده ایالتونه به د دغې غیر قانوني محکمې د ناعادلانه تعقیب څخه د خپلو وګړو او خپلو ایتلافیانو د خونديتوب لپاره هره وسیله کاروي."

د ټرمپ د ملي امنیت مشاور به دغه راز ووايي چې "موږ به له دغې محکمې سره همکاري بنده کړو. مرسته به ورسره بنده کړو. موږ به له دغې محکمې سره یو ځای نشو. موږ به دا محکمه پرېږدو چې یوازې وپايي."

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه چې په نړیواله کچه د جنګي مجرمینو قضیې وڅېړي. د ځینو یې څېړلې هم دي. امریکا د دغې محکمې غړیتوب نلري او پرېکړو ته یې هم ځان ژمن نه بولي.

څه موده مخکې د دغې محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسودا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې اخیستلو غوښتنه کړې وه.

آغلې بنسودا په خپل راپور کې لیکلي‌ وو چې امریکايي ځواکونو او د دغه هیواد د څارګرې ادارې مامورینو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ زندانیانو ته د شکنجې په ورکولو سره، ممکن جنګي جرمونه ترسره کړي وي.

دا پداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون، د بشري حقونو ګڼ نور سازمانونه بیا طالبان او داعش په افغانستان کې په پراخو او عمدي جنګي جرمونو تورنوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې دغې څارنوالې ټینګار کړی، که وړاندیز یې ومنل شي نو خپلې څیړنې به د هغو ادعاو په اړه، چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو د جنایتونو په تړاو شوې دي، په خپلواکه او بې ‌پرې توګه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG