د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي عسکرو افغان ژباړونکي او همکاران یې ویرجینا ته انتقالیږي


د ناټو ځواکونو افغانستان کې
د ناټو ځواکونو افغانستان کې

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي وایي چې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان به د ویرجینیا په ایالت کې د «فورت لي» پوځي اډې ته ولېږدول شي.

د «فورت لي» پوځي اډه د امریکا درېیم لوي پوځي تعلیمي مرکز بلل کیږي چې شاوخوا ۲۷۰۰۰ امریکايي سرتېري او کورنۍ یې په کې مېشت دي.

چارواکي وايي چې د دغو افغانانو لومړۍ جوپه به د همدغې میاشتې (جولای) په وروستیو کې امریکا ته را ورسیږي. په دغې ډلې کې یې شاوخوا ۷۰۰ افغان ژباړونکی او نور هغه کسان شامل دي‌ چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار او همکاري کړې ده.

مقامات وايي دا کسان به لومړی دغې پوځي اډې ته انتقالیږي او بیا به د امریکا په نورو سیمو کې مېشت کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل چې دا ټول هغه کسان دي چې د مهاجرت په ځانګړو ویزو امریکا ته راځي او د اسنادو رسمي کارونه یې تقریبآ بشپړ شوي دي.

امریکايي چارواکو تېره اونۍ اعلان وکړ چې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې به شاوخوا ۱۸۰۰۰ افغان ژباړونکي او نور همکاران له هغه هېواد څخه وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي‌ که ضرورت وو د دغو مهاجرو د مېشت کولو لپاره به د امریکا د متحدو ایالتونو له نورو تاسیساتو څخه هم کار واخیستل شي.

شاوخوا ۴۰۰۰ نور افغانان،‌ چې لا یې د ویزو اخیستلو کارونه بشپړ شوي نه دي، د اوس لپاره نورو هېوادونو ته لېږدول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان سره له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په بېلا بېلو اړخونو خبرې روانې دي.

دغه افغانان چې امریکا ته راځي د ۹۰ ورځو لپاره ورته د اوسېدو ځای، نقدې پېسې او ځینې نور امتیازات ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG