د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له افغانستان څخه د افغان ترجمانانو د اېستلو ژمنه وکړه


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي، هغه افغان ترجمانان چې په تیرو ۲۰ کلونو کې له امریکايي سرتیرو سره کار کړئ له دغه هیواد څخه د امریکا او متحدینو د وتلو د بهیر تر بشپړېدو بې برخلیکه پر خپل حال نه پرېږدي.

د امریکا متحده ایالات پلان لري چې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو د بهیر سره سم یوه ډله « تر ګواښ لاندې افغان ترجمانان» له دغه هیواد څخه وباسي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون پنجشنبه جون ۲۴ (چنګاښ دریمه) په سپینې ماڼۍ کې د یو سوال په ځواب کې ویلي: "هغه کسان چې زموږ سره یې مرسته کړې ده شاته نه پرېږدو... هغوی لکه دلته چې هر چا زموږ سره د مرستې په هدف ځان له خطر سره مخ کړي وي... د هغوی هم هر کلی کوو."

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه مهم غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې له «ګواښ سره مخ افغان ترجمانانو او کورنیو د غړو شمېر ۵۰۰۰ تنو رسیږي.

بایډن په داسې مهال دا څرګندونې وکړي چې ټاکل شوې نوموړی په واشنګټن کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو سرتیرو د وتلو بهیر د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوې چې ټاکل شوې د راتلوونکي سپټمبر میاشتې پر یوولسمه نېټه بشپړه شي.

سپینه ماڼۍ تر دې مخکې هم ویلي و چې د هغو افغانانو سره د مرستې لپاره پرخپلو ژمنو ولاړه ده چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو او د امریکا له حکومت سره کار کړی.

د امریکا حکومت وایي دې کسانو د خپل او د خپلو کورنیو ژوند ته غټ خطر منلی او د مرستې لپاره په ټولو امکاناتو په فعاله توګه کار روان دی.

امریکا د دغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو پروګررام طرحه کړی خو شکایت دا دی چې دا بهیر ډیر اوږدی. د امریکا حکومت هم مني چې ډیر شمیر افغان ژباړونکي کالونه کیږي چې د خپلو ویزو د تر لاسه کولو لپاره انتظار دي.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس یو شمیر غړیو هم د حکومت نه غوښتي و چې د افغان ژباړونکي دې د افغانستان نه وایستل شي او په بل ځای کې دې ځای پر ځاي شي.

د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو لوړپوړي غړي مایک مک‌کال څه موده وړاندې ویلي و،امریکا باید یو دریم هیواد ته ددغو کسانو په ایستلو غور وکړي، لکه بحرین، کویټ او عربي متحده امارات تر څو چې د هغوی درخواستونه خپل پړاونه تیر کړي او ویزه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG