د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ننګرهار ته پلاوي استوي چې د فساد قضیې وڅېړي


ولسمشر غني د خیتځو ولایتونو له والیانو سره په ویډیو خبرې وکړي او ویې چې د فساد د قضیو د څېړلو لپاره به سیمې ته یو پلاوی استوي.
ولسمشر غني د خیتځو ولایتونو له والیانو سره په ویډیو خبرې وکړي او ویې چې د فساد د قضیو د څېړلو لپاره به سیمې ته یو پلاوی استوي.

را روانه اونۍ افغان ولسمشر په طورخم ښارګوټي کې دشته فساد او یو شمېر نورو مهمو مسلو په اړه ننګرهار ته دوزیرانو په کچه پلاوی استوي.

ولسمشر محمد اشرف غني دختېځو ولایتونو له والیانو سره نن دسکایپ له لارې خبرې وکړې دي.

په ننګرهار کې دراټولو شویو والیانو له ډلې دننګرهار سرپرست والي په طورخم ښارګوټي کې دتېرې یوې میاشتې راهیسې د۱۴۳ ملیون افغانیو شخصي جیبونو ته په ورتګ اندېښه ښودلې،چې دمالونو دتول له تلې تري تم شوي دي.

والي عطاء الله لودین وايي په تېره یوه میاشت کې طورخم له تلې ۱۵۰ ملیون افغانۍ تر لاسه شوي،چې ایله ۷ ملیونه یې ددولت بودیجې ته تللي دي.

نوموړي وویل"زه دیو والي په حیث دغسې فاحش او څرګند فساد نه شم منلی."

والي په همدغه ښارګوټي کې کمیساري هم په فساد کې ډوبه وبلله او له ولسمشر څخه یې ددواړو مسلو پر تړاو دیوه قوي پلاوي دراستولو غوښتنه وکړه .

دننګرهار والي دکابل- جلال اباد او جلال اباد- طوخم دویم سرک، بهسودو، جندرما او هډې فارم دپلونو دژر تر ژره جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل ننګرهار ته له پاکستانه دراتلونکو کډوالو دسرپنا غم دې وخوړل شي.

کنفرانس ته ولسمشر محمد اشرف غني په تونده ژبه دطوخم تلې او کمیسارۍ دمسلې څېړلو لپاره په نژدې ورځو کې دپلاوي دراتګ ژمنه وکړه "دفواید عامي څخه به یو پلاوې په دې اونۍ کې درشي،هر څوک چې فساد کوي لرې یې کړه او محکمې ته یې معارفي کړه."

کنفرانس ته دکونړ والي په خپله اداره کې دتغیر او تبدیل پر مسله ټینګار وکړ او ویې ویل ددغه ولایت ګڼ ریسان له کلونو راهیسې پر ځای پاتې دي.

نوموړي دچین لخوا دکونړ پر سیند دجوړېدونکي بند دچارو پر ژر پیل ټینګار وکړ او ویې ویل په ولایت کې یې ګڼې نورې ناخوالې هم شته دی .

دلغمان او نورستان والیانو هم په خپلو ولایتونو کې دتشکیلاتو دډېرښت او ځینو نورو حیاتي پروژو دپلي کېدو غوښتنه وکړه .

دنورستان والي له افغان ولسمشر څخه چین ته دورېښو لارې غځېدل باید دبدخشان پر ځای دنورستان له لارې تېره شي.

افغان ولسمشر ددغه ټولو مسلو له اورېدو وروسته ور سره ناستو وزیرانو ته سپارښتنه وکړه ،چې په جدي توګه دختیځو ولایتونو ستونزې تر څېړلو وروسته حل کړي.

دا دولسمشر محمد اشرف غني لمړی ویډیو یې کنفرانس دی ،چې دختیځو ولایتونو له والیانو سره یې له دغې لارې په ختیځه سیمه کې دراولاړو ستونزو پر تړاو وکړ.

XS
SM
MD
LG