ولسمشر محمد اشرف غني د افغان ځواکونو دتوغنديز برید د پلټنې امر کړی چې د جمعې په ورځ يې په وردګو کې نهه ولسي افغانان يې ووژل .
سیمه ييز چارواکي وايي پېښه د وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالۍ د سلطانخیلو په سیمې کې شوې ده؛ دغلته د افغان ځواکونو اوطالب جګړه مارانو ترمنځ جنګ و، چې د ادعا له مخې د افغان ځواکونو یو توغندی د استوګنو په سیمې لګېدلی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست یوه اعلامیه وايي "د افغانستان د دفاع د وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی چې د دغې پېښې پلټنه وکړي او بیا ولسمشر ته راپور ورکړي."
ولسمشر غني په برید کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دغې پېښې عاملین به پېدا او د قانون منګولو ته به وسپاري.
تېره ورځ له پېښې ورسته د سیمې خلکو د اعتراض په ډول مړي د وردګو د والي د دفتر مخې ته یوړل. په وژل شویو کې ماشومان او ځلمي ګوټي شامل دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې ۲۰۱۵ د ولسي خلکو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې زرګونه افغان په جنګ جګړو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي، د دغو ولسي تلفاتو ۷۰ فیصده مسولیت پر طالبانو اچول کیږي، خو هغوی یې نه مني.