د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه؛ راشد خان وايي چمتو دي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه جون درېیمه (جوزا ۱۴) د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کوي.

دا لوبه د ګیانا په مرکز جورج ټاون کې له یوګاندا سره ده.

دا لوبه په ځايي وخت د شپې په ۸:۳۰ دقېقو پیلېږي، چې په کابل کې د سه شنبې سهار پنځه بجې وي.

تر لوبې یوه ورځ مخکې افغان لوبغاړي راغلل او تمرین یې وکړ. د لوبډلې کپتان راشد خان په خبري کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي شاوخوا دوې اونۍ مخکې ویسټ انډیز ته راغلي، له اب او هوا سره عادت شوي او هیله لري چې ښې لوبې وکړي.

راشد خان د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوی به هڅه دا وي چې د هرې لوبډلې په مقابل کې ښه ولوبېږي او مخکې ولاړ شي.

افغان لوبغاړي ګلبدین نایب له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې هیله وښوده چې افغان لوبډله به قوي لوبډلې ماتوي‌ او د نړیوال جام بلې مرحلې ته لار کوي.

افغانستان د نړیوال جام د ۲۰ لوبډلو په منځ کې په سي ګروپ کې دی چې له ویسټ انډیز، نیوزلنډ، یوګاندا او پاپوانیوګیني سره مخامخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG