د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د افغانستان بیرغ رپولو له کبله ۳۹ کسان نیول شوي


عکس: له آرشیف څخه
عکس: له آرشیف څخه

په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت وایي د هغو افغان کډوالو د خوشې کولو هلې ځلې کوي چې د پېښور په ښار کې نیول شوي دي.

په پیښور کې د خیبرپښتونخوا پولیس وايي چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یې ۳۹ افغانان د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرکې خپرولو په تور نیولي دي.

پولیس وایي چې دغه ځوانان یې هغه مهال نیولي چې دوط په ګڼو موټرسایکلونو سپاره د افغانستان ملي بیرغ په لاس له یوې لوې لارې د لاریون په توګه تیریدل.

د پيښور د حیات اباد پولیس وایي چې دغه کسان یې د یکشنبې په ورځ (اګست۱۸) نیولي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغو کسانو د خوشې کولو هلې ځلې یې پیل کړي دي. د افغانستان سفیر عاطف مشعل ته منسوب فیسبوک کې ویل شوي دي چې دوی له دې پېښې خبر دي او لاس په کار کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه ویدیوه خپره شوې چې په کې یو شمېر ځوانان ښودل کیږي چې وایي د پېښور پولیسو د افغانستان د استقلال د سلمې کلیزې د جشن د لمانځلو او افغانستان د ملي بیرغ د رپولو په تور نیولي دي.

د پیښور د عالي محکمې پخواني قاضي، شیر محمد خان امریکا غږ ته ویلي چې د دغو کسانو نیولو لپاره هیڅ ډول جواز نشته. هغه مني چې د مذهب او ژبې په اساس نفرت خپروونکو ته سزا ورکول کیدی شي خو یواځې د یو هیواد ملي بیرغ رپول د نفرت خپرولو په معنی نه شي کيدلی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعات او کلتور وزیر شوکت علي یوسفزي د دغې پیښې په اړه ویلي چې حکومتي چارواکي د افغانستان د ملي بیرغ رپولو سره کومه ستونزه نه لري خو نیول شوي کسانو باندې یې تور لګولی چې دوي د بیرغ رپولو په بهانه ځینې کرغیړنې کړنې غوښتل تر سره کړي.

په ورته پيښه کې د اګست په ۱۵ نیټه د یونیورسټي ټاون پولیسو په ناصر باغ سړک باندې یو سبزي پلورونکی په دې تور نیولی و چې د افغانستان بیرغ یې په خپل دوکان کې ځړولی و.

XS
SM
MD
LG