د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانان مړه شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ افغان کوچیان مړه شوي دي.

دراپورونو په اساس په دغې ترافیکي پېښه کې د ماشومانو په ګډون۳۳ کسان ټپیان شوي هم دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان امنیتي مسؤلینو ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته په قبایلي سیمه «مغل کوټ» کې د تراکتور او یو باوړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. ویل کیږي په مړه شویو افغان کوچیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او د پيښې ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د ژغورنې ادارې ویاند اعزاز دوتاني د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې په دغه پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي چې شپږ ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

هغه زیاته کړې چې زخمیان ډېره اسماعیل خان روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځينو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ویل کیږي چې دغه افغان کوچیان له بلوچستان څخه له خپلو کورنیو سره یو ځای په تراکتور کې ګرمو سیمو ته په لار وو چې یو بار وړونکي موټر ورسره ټکر وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره جولای میاشت کې په ډېره اسماعیل خان سیمه کې یوې ژورې کندې ته د یو مسافر وړونکي بس لوېدو پېښه کې ۱۹ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG