د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي 


تصویر: ارشیف

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې چارواکي وايي چې نن دوشنبه د جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۸) په یوې ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي‌دي.

چارواکي وايي‌ چې په دغې پېښې کې ۷۴ تنه نور ژوبل دي.

دا پېښه په «دیره غازي خان» کې هغه وخت وشوه چې یو مسافر لېږدونکي موټر د باربرۍ له یو بل موټر سره وجنګېده.

چارواکي وايي چې مړي او زخمیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دیره غازي‌ خان د روغتون یو ډاکټر نجیب الرحمن وویل چې د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی.

په پاکستان کې وخت ناوخت دا ډول ترافیکي پېښې کیږي او انتقاد دا دی چې په لېرو پرتو سیمو کې اکثریت لارې او سړکونه پاخه او معیاري نه دي.

XS
SM
MD
LG