د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ایران سرحد کې د افغانانو د وژلو ادعاوې پلټي


ایراني چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي
ایراني چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ایران د سرحد په اوږدو کې د یو شمېر افغانانو د وژلو په اړه خپاره شویو راپورونو اندېښمن کړي او وايي‌ چې د پېښې پلټنه به کوي.

د هرات د ګلران ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې ده چې د ایران سرحدي ځواکونو شاخوا ۵۰ افغان کاریګر چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، نیولي او بیا یې د هریرود سیند ته غورځولي دي.

دغه اوسېدونکي وايي‌ چې سیند ته په غورځول شویو کسانو کې یې ۱۲ تنه ژغول شوي، اوه تنه مړه شوي او نور لا تري تم دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي پنځه مړي روغتون ته انتقال شوي او ښکاري چې هغوی په اوبو کې ډوب شوي ‌او مړه شوي دي. وايي دا مړي د خپلوانو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د "بېړنیو پلټنو" لارښوونه کړې ده. وزارت د شنبې په ورځ مۍ۲(غويي۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر یو تحقیقاتي ټیم ګمارلی دی چې پلټنې وکړي.

اعلامیه وايي: "ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په مشرۍ د حقیقت موندنې ټیم ته دنده سپارلې چې د موضوع اړوند هره اړخیزه او بیړنۍ څیړنه وکړي ترڅو د وزارت رهبري د مالوماتو او حقایقو په رڼا کې لازمه پریکړه وکړي."

ویل کیږي چې دا پېښه د ایران په لوري د سرحد په دهن ذوالفقار سیمه کې شوې ده. خو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا خبر ردوي او وايي‌ چې هلته داسې کومه پېښه نه ده شوې.

د ایران قونسلګرۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دې اړه یې افغان حکومت هم خبر کړی دی. خو د هرات ولایت چارواکي وايي‌ چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي او جزیات به یې وروسته اعلان کړي.

افغانستان په لویدیځ کې له ایران سره سرحد لري او له دغې لارې ډېر افغانان په قانوني او ځینې یې په غیر قانوني توګه ایران ته د مزدودرۍ او ژوند د نورو اسانتیاو لپاره ځي.

په ایران کې دا مهال سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي، د کروناویروس د خپرېدو په لومړیو کې افغانستان له ایران سره خپل سرحد وتړه خو څو ورځې وروسته یې بېرته پرانیست.

داسې راپورونه هم شته چې ایران په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال په زوره شړلي دي.

XS
SM
MD
LG