د لاس رسي وړ اتصالات

ټولنیزو شبکو کې د افغان نجونو په ملاتړ کمپاین: د نجونو ښوونځي پرانیزئ


ګڼ شمیر افغانانو په ټولنیزیو شبکو کې په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

پدې کمپاین کې چې د تیرو دوو ورځو راپدیخوا په فیس بوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې پیل شوی، د افغانستان د مخکني حکومت چارواکو، مشهورو لوبغاړو، خبریالانو او مدني فعالانو په طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او تعلیم یې د ټول افغان نجونو او هلکانو حق بللی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي او د شلو شلو اورونو د لوبډلې کپتان محمد نبي پخپلې رسمي فیس بوک او ټویټر پاڼو کې د څو کمکیو افغان نجونو انځورونه یې خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، "تعلیم د هر ماشوم او ماشومې لپاره".

په لندن کې د بي بي سي پښتو څانګې خبریالې ثنا ساپۍ بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا شیرمحمدعباس ستانکزي هغه ویډیو پخپلې ټویټر پاڼې کې خپره کړه چې هغه تیره ورځ کابل کې د ښځنیه سوداګرو د یو نندارتون د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې وویل چې ښځې باید په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې فعاله ونډه ولري.

میرمن ساپۍ لیکلي، " ښه ټکي دي خو آیا د هغه په ډله کې څوک شته چې غوږ ورته ونیسي او یا یې احساسات شریک کاندي. هغوي پدې باره کې څه کوي؟ د څه باندې شلو سړیو یوه ډله د درست هیواد ښځینه وګړې د پوهنې د حق څخه محروموي".

په همدې حال کې د افغانستان د مخکني حکومت د بریښنا او اوبو وزارت سرپرست وزیر خان محمد تکل بیا په ټویټر کې په خلکو غږ کړی چې پدې کمپاین کې دې برخه واخلي.

ښاغلي تکل لیکلي، "په ټويټر او فسبوک باندې به سر له نن څخه د شپږم ټولګي نه پورته د افغان نجونو د مکتبونو د خلاصون لپاره ټرېند چلېږي تاسو هم په کې برخه واخلي او خپل اسلامي او افغاني فرض ادا کړئ".

افغان سندرغاړو جاوید امیر خیل او ګودر ځاځي هم پخپلو رسمي فیس بوک پاڼو کې د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د ټولنیزو شبکو کاروونکي په فیس بوک او ټویټر د #د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

هشټګ کاروي.

پداسې حال کې چې شاوخوا ۱۱ میاشتې کیږي طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.

سره لدې چې طالبانو د واک ته رسیدو څخه وړاندې او واک ته رسیدو په لومړنیو شپو ورځو کې ژمنه کړې وه چې ټولې افغان نجونې او میرمنې به د تعلیم او کار کولو پوره حق ولري او د هغوي د حقونو درناوی به کوي، خو دې ډلې نه یوازې دا چې په افغان میرمنو یې ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي بلکې د نجونو د منځنۍ دورې او لیسو دروازې لا هم تړلې پاتې.

طالبان وایي چې د دې ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په یوې طرحې کار کوي او ډیر ژر به دا ستونزه حل شي خو دا یې ندي ویلي چې کله او څرنګه به دا کار کیږي.

د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کیدو په هکله په کابل کې د طالبانو د «عالمانو د شورا مشر» فقیر الله فایق په تازه مرکې کې وویل چې «ډېر ژر به د نجونو ښوونځي» پرانیستل شي.

ښاغلي فایق امریکا غږ سره په مرکې کې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د «نجونو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف» نه دی.

نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو «یوازینی علت دا دی چې باید د نجونو ځایونه جلا» وي. نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د نجونو ښوونځي له هلکانو جلا وو او ښوونکې او اداري ‌کارکوونکي یې هم تر ډېره ښځې وې.

هغه وویل: «زموږ ټول وزیران او ټول مشران په دې قایل دي ‌چې ان شاءالله نن دی که سبا دی دا [د نجونو ښوونځي] به شروع کېږي، خامخا به کېږينوموړي‌ په مشخص ډول ونه ویل چې څومره ژر به دا کار کېږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG