د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: ډیر افغانان له سختې لوږې سره مقابله کوي


د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې سخته لوږه مخ په زیاتېدو ده او کورنۍ له لوږې څخه د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره په ډیرو سختو کارونو لاس پورې کوي.

د اګست له ۲۱مې د سپټمبر تر ۵ مې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د تیلیفون له لارې په ترسره شوې سروې کې معلومه شوې چې ۹۳ فیصده کورنۍ کافي خواړه نه لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د سیمه ایز مسئول مرستیاله انتیا ویب وايي ډیرې کورنۍ له سختې ناچارۍ سره مخامخ دي اود ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت حالات زغمي.

آغلې ویب وویل" میندې او پلرونه یو وخت خواړه نه خوري او یاهم د لویانو پرځای یواځې ماشومانو ته ډوډۍ ورکوي اویا هم لږ خواړه خوري چې د بل وخت لپاره یې وسپموي. په هروڅلورو افغان کورنیو کې درې کورنۍ له دغو لارو چارو کار اخلي."

د اګست په ۱۵ مې په کابل باندې د طالبانو له تسلط مخکې افغانستان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ و. د جون د میاشتې په ۱۷ مې د ډبلیو اف پي د ترسره شوې سروې له مخې ۸۱ فیصده کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وې. په سروې کې معلومه شوه چې د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته دغه وضعیت نور هم خراب شوی.

دخوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي خبر ورکوي چې په سو تغذیې یا خوارځواکۍ اخته د ۲ میلیونو افغان ماشومانو په ګډون چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خاصې تغذیې ته اړتیا لري،۱۴ میلیون کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.د هیواد اقتصاد خراب دی، خلک وزګار دی او د خوړو د اخیستو لپاره پیسې نه لري.

آغلې ویب وايي مهمه اندېښنه دژمي له رارسېدو وړاندې د خوراکي توکو ترلاسه کول دي. هغه وايي مونږ له وخت سره په سیالۍ کې یو، چې وکولی شو د واورې له اورېدو او د لارو له بندېدو مخکې اړو افغانانو ته اړینې مرستې انتقال کړو.

هغې وویل" که چیرې مونږ وغواړو چې د روان عیسوي کال ترپایه خپل هدف ته ورسېږو ، نولازمه ده چې ۹ میلیونو خلکو ته د نومبر د میاشتې تر پایه خواړه برابر کړو. مونږ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او یو شمېر هیوادونو د دغې مرستې د کولو وړاندیز کړی . خو مونږ اوس ډیره هڅه کوو چې د اکټوبر په میاشت کې د دغو توکو د زېرمو د خلاصیدو مخه ونیسو."
ډبلیو اف پي،وکولی شول چې سږکال ۶.۴ څلور میلیون افغانانو ته مرسته برابره کړي. آغلې ویب وايي د اګست د میاشتې له نیمايي څخه یې د ټول هیواد په کچه د لسګونو زرو ماشومانو او میندو لپاره د چمتو شویو خوړو په ګډون ۶۰۰۰۰۰ زرو کسانو ته مغذي خواړه برابر کړیدي.

آغلې ویب زیاتوي د نړیوالې ټولنې په مرستې سره به ډبلیو اف پي وکولی شي چې خوراکي توکي وپېري او مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، سراتېژیکو سیمو ته یې ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG