د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا هم اوس ترجي او نوري فایبر ټیکنالوژي لري


Archive
Archive
په پکتيکا ولايت کې د نوري فايبر او سلام (تري جي) انټرنيټي او تليفوني فعاليتونه شروع شول. تر دې مخکې پکتيکا د مخابراتو له محدودو خدمتونو برخمنه وه.

په پکتيکا ولايت کې د سلام 3G او نوري فايبر پرانیستنه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزير اميرزي سنګين او د دغه ولايت د حکومتي چارواکو له لوري وشوه.

دوي وويل چې له دې وروسته به د پکتيکا ولايت خلک په اسانۍ سره وکولای شي چې د ټليفوني خدماتو ترڅنګ له انټرنيټي خدمتونو څخه هم ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير اميرزي سنګين د سلام 3G او نوري فايبر د پرانيستې پرمهال وويل چې د افغانستان ګوټ ګوټ يې ته مخابراتي اسانتياوې رسولي او هېڅ داسې څوک نه دي پاتې شوي چې ټلفون ونه لري.

ښاغلي سنګين وويل چې پکتيکا يو له هغه ولايتونو څخه دی چې تر دې مهاله لا هم د ټیليفوني شبکو د فعاليت په برخه کې ډېرې نيمګړتياوې لري، خو زياته يې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزې هم هوارې شي.،،په افغانستان کې ټول خلک تليفون لري. زه ډېرو سيمو ته تللی يم، چې پوښتنه کوم، داسې څوک نشم پيدا کولای چې خپل تليفون ونه لري. دا په لسو کلونو کې لوی تحول دی،،.

د مخابراتو وزير همدارنګه وويل چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی او د هېواد ټول اوسېدونکي تليفون ته لاسرسی لري.

ښاغلي اميرزي سنګين زياته کړه چې د نوري فايبر د پرانيستي او سلام 3G له خدمتونو سره به د پکتيکا خلک او په ځانګړي ډول ځوانان ډېره استفاده وکړي او لا به هم له نړۍ سره وصل شي.

هغه زياته کړه چې پکتیکا دغزني او پکتیا ولایتونو له لارې په نورې فایبر ونښلول شو او دا پروژه د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې بشپړه شوه.

د يادونې وړ ده چې اوس مهال دغه خدمتونه یوازي په مرکز ښرنه کې فعال دي او د چارواکو په وينا په نږدې راتلونکې کې به د پکتیکا نورو سيمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د پکتيکا والي محب الله صميم په دغه ولایت کې د نوري فايبر او سلام 3G انټرنیټي اسانتیاوو رامنځ ته کېدل لویه لاسته راوړنه بولي ځکه د ده په وينا تر دې مخکې پکتيکا د مخابراتو له محدودو خدمتونو برخمنه وه. ښاغلي صمیم داسي وویل،، چا تصور هم نه کاوه چې پکتيکا به په لسو کلونو کې دغه موقف ته رسېږي، مخابراتي شبکې به پکې فعالې وي، خلک به ورته لاسرسی ولري، پاخه سړکونه به وي، د دولتي ادارو ودانۍ به وي. پکتيکا کې، چې هر څه پرمختګ شوی دی، دا ټول د تېرو يوولسو کلونو نتيجه ده،،.

د پکتیکا یو تن قومي مشر حاجي ابراهیم وايي چې د دغه ولايت لا هم ډېری ولسوالۍ او سيمې مخابراتي اسانتياوې نلري. هغه د مخابراتو له وزير څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه او داسي یې وویل ،،د ګيانې، زيړوک، وړممئ او ځينې نورې ولسوالۍ لا تر اوسه هم مخابراتي اسانتياوې نلري. موږ په دې باندې فخر کوو، چې ته د ټول افغانستان لپاره کار کوې، خو خپل کور سړی بايد هېر نه کړي،،.

د یادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې د انټرنیټ تري جي تکنالوجۍ په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ. اوس مهال د هیواد شاوخوا دوه میلیونه وګړي له انټرنیټي خدمتونو څخه ګټه اخلي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG