د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال آباد په برید کې ۱۶ کسان ټپیان شوي


د جلال آباد د یکشنبې د ورځې د سړک غاړې د بم د چاودنې د سیمې انځور
د جلال آباد د یکشنبې د ورځې د سړک غاړې د بم د چاودنې د سیمې انځور
افغان چارواکي وايي چې په جلال اباد کې د بم په یوې چاودنه کې ۱۶ کسان ټپیان شویدي. مامورین وايي چې چاودنه د یکشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چې د عبدالقیوم په نوم یو دولتي څارنوال په خپل موټر کې د سیمې څخه تیریدی.

په چاودنه کې د ښاغلي قیوم او د هغه د ساتونکو په ګډون دولس کسان ټپیان شویدي.
د جلال اباد د امنیې قوماندان جنرال موسم خان هاشمي وايي چې بم ریموټ کنټرول په ذریعه چوول شوی دی او په په یوه پلاستیکي کڅوڼه کې پیچل شوی د جادې څنګ ته اېښودل شوی و.
تراوسه چا د دې پیښې مسولیت نه دی اخیستی. په همدې جلال اباد ښار کې د شنبې په ورځ درې ځان مرگو موټر بم چونکو د هند په قونسلگرۍ حمله وکړه لږ تر لږه نهه تنه یې ووژل او ٢٣ تنه نور یې ټپیان کړل. په وژل شویو کسانو کې د نږدې جومات واړه زده کونکي هم شامل وو.

طالبانو د هند په قونسلګرۍ د حملې مسولیت نه دی قبول کړی.

په عین حال کې هند او د امریکا حکومتونو په جلال آباد کې د هند پر قونسلګرۍ باندي حمله په ټینګو الفاظو غندلې او ویلي یې دي چې امریکا به د دې حملو باوجو د هم د افغانستان هند او نورو ملګرو سره د افغانستان د امن اوسوکالۍ دپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG