د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني ولایت کې د ترهګریز برید مخه ونیول شوه


Archive
Archive
ترهګرو په پام کې درلوده چې دشنبې په ورځ د غزنی په ولایت کې هغه مهال برید وکړي کله چې دغه ولایت په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د تمدن د مرکز په نوم یاد شي. د برید کونکو هدف دا وو چې دغه مراسم خنډ کړي.

د غزني تاریخي ښار د شنبې په ورځ په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د لرغوني تمدن د پلاز مینی په نوم ونومول شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایي افغان پولیس په دې وتوانیدل چی دغه برید شنډ کړي او برید ګر اویو څه وسلې او د توپ مرمۍ تر لاسه کړي،،په غزني کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په ټول غزني کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځواکونه خواره دي او دغه ځواکونه په دې توانیدل چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه ترهګر چې له بهر نه هغه ولسوالۍ ته ورغلي ول ونیسي او په عین حال کې یې له بلې سیمی نه هم ۴ میله وسله اوانتحاري واسکت ترلاسه کړی دی.،،

په غزني ولایت کې د پولیسو د مثبتو کړنو تر څنګ د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ وویل چې د افغانستان د پولیسو لپاره یې یو لس کلنه کړنلاره نهایې کړیده .

د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې دغه کړنلاره به د راتلونکو لسو کالو لپاره د افغانستان د پولیسو د پراختیا او پرمختګ سبب شي. ښاغلي صدیقي په دې هکله داسي وویل: ،،هغه پروګرام چې د افغانستان د پولیسو د راتلونکې پرمختګ لپاره جوړ دی هغه یو ستراتیژیک سند دی چې د لومړي ځل لپاره د پولیسو دوامداره پرمختګ او پراختیا تضمینوي .دا سند په ډاګه کوي چې څنګه پولیس د خپلو خلکو د ساتنې، د هیواد د سرحداتو د دفاع ، د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې وروزل شي او څنګه د خلکو تر منځ محبوبیت پیدا کړي.،،

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه لس کلن پروګرام د نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوی او ژمنه تر لاسه شوې ده چې د دغه پروګرام مالي ملاتړ به هم کیږي .


په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په روانې اونۍ کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د ویش زیری هم ورکړی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایی: ،، د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ به د تذکرو ویش پيل کړو لوي مسایل حل شوي دي دا کار به سم او ډیر په قوت شروع کوو . نور دا تشویش نشته چی دا کار به نه پیلیږی.،،

د الکترونیکي تذکرو ویش هغه څه دي چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو د تر سره کولو لپاره اړین شمیرل شوی دی. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا یادونه هم کړې چې که د تاکڼو د تر سره کیدو تر مهاله دا تذکرې ونه ویشل شي نو بیا به هم دوي ټاکنی تر سره کوي او د رای ورکونکو د هویت د تثبیت لپاره به له نورو لارو چارو نه کار اخلی چی یو یې هم د رایو ورکونو د زړو کارتونو کارونه ده .

بهارت صابر -کابل.
XS
SM
MD
LG