د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف واشنګټن ته خپل د سفر په ترڅ کې د ولسمشر اوباما په ګډون د یو شمیر لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره لیده کاته وکړل او پر دوو اړخیزو مسایلو باندې یې خبري وکړې. په دې سفر کې د هغه سره د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر هم مل و.
سرتاج عزیر د امریکا غږ ډیوې څانګې د خبریال افتخار حسین سره په یوې ځانګړي مرکې کې ویلي دي چې ښاغلي شریف د نورو موضوګانو ترڅنګ د امریکايي چارواکو سره د افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته وضیعت په هکله هم خبري وکړې. سرتاج وايي چې پاکستان اوس هم د افغانستان په برخه کې خپلې پالیسۍ ته متعهد دی او هغه پالیسي دا ده چې د افغانستان په چارو کې به لاس وهنه نه کوي او نه به د کومې ډلې ملاتړ کوي.
د امریکا غږ د ډیوې څانګې همکار افتخار حسین د ښاغلي سرتاج سره په واشنګټن کې ځانګړې مرکه کړې ده چې لاندي یې لیدلی سیْ.