د لاس رسي وړ اتصالات

په سپین بولدک او کندهار کې ګمرکي ودانۍ جوړېږي


په سپین بولدک اوکندهارکې د ګمرکي ودانیو ترجوړېدو وروسته پاکستان د شنبې په ورځ اعلان وکړچي په چمن او تورخم کې به د تجارتي مالونو د خوندي کولو لپاره نوي تاسیسات جوړ کړي .

افغان تجاران د پاکستان ددې کار هرکلی کوي خو په عملي ډول يې د پلي کېدو غوښتنه کوي.

ترهغه یوه ورځ وروسته چې د افغانستان د ماليې وزیر د کندهار په سرحدي تجارتي ښارګوټي سپین بولدک اوکندهارښارکې د۳۱ميلیونه امریکايې ډالرو په ارزښت په عصري وسایلو دسمبال ګمرکي ودانیو دجوړیدو خبره اعلان کړه دپاکستان حکومت هم اعلان وکړچي دافغانستان سره په دو مهموسرحدي ښارګوټو کې ګمرکي تاسیسات جوړوي .

د پاکستان دولت په یوه خپاره کړي بیان کې ويلي دي چي په چمن اوتورخم ښارونو کې د اسیا پرمختیايي بانګ د۲۰میلیونو ډالرو په ارزښت غواړي دتجارت د زیاتوالي اودقاچاق دمخنیوي لپاره دغه ګام پورته کړي.

افغان تجاران وايي د تجارت په برخه کې چي څومره اسانتیاوې رامنځ کیږي د دواړو هیوادونوپه ګټه کاردی .

دکندهار په ګمرک کې ګڼ تجاران وايي چي د دې نه مخکي به دچمن اوپاکستان دنورو سیموترمنځ د لارې د بندیدو پرمهال هم د دوي مالونه په ستونزي کې وو اوکه به له یوه موټرڅخه بل ته لیږدول کيدل نو به هم دوی په ستونزه کې راګیر وو.

دافغانستان دسوداګرۍ خونونو غړی حاجي رحم الدین آغا وايي چي تردې مخکې به د پاکستان په خاوره کې دافغان تجارانو مالونه په غیري معیاري ځایونوکې وو .
دنوموړي په باور که پاکستان په عملي ډول پردغه تازه اعلان عمل وکړي نودا هم دافغان تجارانو اوهم دپاکستان په ګټه کاردی .

چمن اوسپین بولدک دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دوه مهم ټرانزیټي ښارونه دي خوپانګه وال وايي چي په دواړو ښارګوټوکې هغه امکانات چي اړتیا ورته لیدل کيږي موجود نه دي .

خو د افغانستان او پاکستان د حکومتونو وروستي ګامونه دا تمه پیداکوي چي پدې کارسره به د دواړه هیوادونوترمنځ مهم سوداګریزپرمختګونه رامنځ ته شي .

دماليې وزارت وايي چي دمخکنيو توافقاتو پر اساس تر۲۰۱۵ کال پوري به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې پنځه میلیارد ډالروته پورته شي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG