د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا:د سولې د خبرو پیلېدو ته هیله مند یوو


د افغانستان د سولې عالی شورا د قطر دفتر ټړل مني خو هیله یې څرګنده کړې چی دا دفتر دي ژر پرانیستل شي .

د بلي خوا امریکا وایي اوس چې د افغانستان سره د امنیتي تړون د لاسلیک په هکله ناهیلي دي نو له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه وباسي
ښنونکي وایی باور یی نشي کیدای چې امریکا به دا کار وکړي او خپل ټول ځواکونو دي د دې هیواد څخه وباسي.

په قطر کی د افغان طالبانو لپاره سیاسي دفتر چې د ډیرو هیلو او ناندریو وروسته پرانیستل شوی ، بیرته تړل شوی دی.

د افغانستان د سولې عالی شورا د دغه دفتر له تړولوخواښیني څرګنده کړې خو هیله یی ښودلې چی دا دفتر دي ژر بیرته پرانستل شي. د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند شاهزاده شاهد داسي وایی: ،،د سولې د عالي شورا لپاره دا ښه خبر نه وو چې د قطر دفتر وتړل شو زه په دې باور یم چې سوله یو افغاني اصل او شرعی عمل دی چې موږ یې د تر لاسه کولو لپاره په هر قیمت چې وي خپلې هلې ځلې جاري ساتو. دا خبرې یواځی دقطر دفتر پورې موقوفې ندي. موږ کولای شو په افغانستان یا بل ځای کی د سولی لپاره خبرې وکړو.،،

هغه څه چې په دغه دفتر کی د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د لارې خنډ شو په ظاهره د طالبانو تر منځ د دغه دفتر د رامنځته کېدو په اړه اختلاف دی او بل له امریکایی چارواکو سره د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر سر را منځته شوې لانجه ده.

خو سیاسي کار پوه ښاغلی نصر الله ستانکزی وایي د دغه دفتر بندیدل چې په اړه یې سولې ته د رسیدو لپاره ډیرې هیلې را ژوندۍ شوي وې ، د افغانستان د سولې پر بهیر بدې اغیزی اچوي. ،، هر هغه فعالیت چې د سولې لپاره یو فرصت وی له منځه وړل یا تړل یی د سولې پر بهیر غټه اغیزه کوي.،،

طالبانو داسې ښودلی وه چی ګوندی د قطر دفتر د بندیدو ستر لامل دا دی چی د هغوي سره کړې ژمنې ندی تر سره شوي.

خو دا ژمنې څه وی او چا د طالبانو سره کړی وی؟

د سولې عالې شورا غړی شهزاده شاهد له دغه راز ژمنو نه انکار کوي. د افغانستان د سولې د عالي شورا یا افغان دولت له خوا له دوي سره مشخصې ژمنې ندي شوي ځکه دوي لا تر دې دمه خبرو ته حاضر شوی نه وو. که امریکې یا پاکستان یا قطر داسې تعهدات کړی وی نو هغه د دوي تر منځه خبری دي او د سولی شورا په هغه تعهداتو چې خارجیانو له دوي سره کړي نه ژمن ده او نه یې ځواب ویلی شي.،،

خو ډیرې داسې انګیرنې هم شته چی د قطر دفتر به ډیر ژر بیا پرانستل شي ځکه د نصر الله ستانکزی په وینا که دا دفتر ونه پرانستل شي نو د افغانستان د سولی بهیر به بیا د پاکستان په لمن کې ولوېږي. ،، د قطر دفتر به زما په باور د یو آدرس په توګه ژر پرانستل شي ځکه امریکا له ډیرې مودې راهیسې د دغه آدرس د پرانستو لپاره اقدامات وکړل او کابل هم د دې دفتر لپآره ډیره خوشبینی درلوده. تړل یی د افغانستان د سولې په بهیر دیر اغیز کوی په دی مانا چی د افغانستان د سولی بهیر به یو ځل بیا پاکستان پوری وتړل شی چی دا د سولی بهیر ته ډیر ضرر رسولی شي.،،

په عین حال کې امریکې هم خپله دا پریکړه په مطبوعاتو کې مطرح کړې چی تر ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کی د خپلو ځواکونو شمیر صفر ته رسوي.

داسې ښکاري چې د امریکې دغه پریکړه ځکه کړې چې له افغانستان سره د امنیتي تړون د لاسلیک کیدلو نه ناهیلې شوې ده.

افغان ښنونکی وایی سره له دې چی ډاډه دي چی دا به د امریکی وروستی پریکړه نه وی خو امریکا به یې د افغانستان سره د امنیتی ټړون د لاسلیک لپتره د فشار د یوې آلې په توګه وکاروي.

نصر الله ستانکزی وایی په دغه پریکړې کی دوه علتونه ویني. ،، یو دا چې د کابل او واشنګتن تر منځ مناسبات ډیر کړکیچن شوي او امریکاییان غواړي چی له دې لارې نه د کابل په حکومت او کابل کی متحدو دولتونو فشار راوړي څو وکړای شی کابل سره امنیتی تړون لاسلیک کړی له بلی خوا دا ښيي چی یا امریکا په سیمه کې خپلو اهدافو ته رسیدلې یا یی د رسیدو لپاره نورې لارې چارې سنجولي دي. امریکا دلته ژوری ګټې لری نو ځکه خو زما په نظر له دغه خبری نه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلی.،،

په ناټو کی د امریکې پخوانی سفیر کرت واکر وایي باور یې نه راځي چی امریکا به دا کار وکړي. د هغه په وینا دا مهال امریکا باوري شوې چی اوس باید افغانان په خپل هیواد کی د رهبرۍ رول ولوبوی او له دغه کار لپاره یی موږ باید ځواکونه وروزو خو د واکر په باور امریکا د افغان ځواکونو د روزنې په لاره کی لا ډیر وخت او نور کار ته اړتیا لري .

بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG