د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقېږي


دافغانستان په ختیځو ولایتونو کې دقیمتي کاڼو ټولنه وايي په روان کال کې دملیونونو ډالرو قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

دغه ټولنې اندېښنه ښودلې چې که سوداګرو ته جوازونه ور نه کړل شي نو دقاچاقو لړۍ لا نوره توندېدلی شي.

په ننګرهار کې دقیمتي کاڼو ټولنه وايي د دوي دموندنو له مخې یواځې په تېرو اته میاشتو کې دنژدې نهو ملیونو امریکا ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

دغه ټولنهچې دکانونو وزارت ورته دیوه شرکت په بڼه جواز ورکړی اندېښنه ښیي او وايي که د حکومت روانه بې غوري دوامداره شي نو په ختیځو او نورو ولایتونو کې شته کانونه به دقاچاقبرو خوراک شي.

په ختیځو ولایتونو کې دقیمتي ډبرو دغه ټولنه،څلور کاله وړاندې جوړه شوې او دکانونو وزارت په دې نامه منلېچې قیمتي ډبرې یواځې ددغه شرکت په حضور کې اخیستل کېدلی شي.

دیادې ټولنې مرستیال حاجي محمدا ګل امریکا غږ ته وویلچې د دوي ټولنه تش په نامه جوړه شوې او قیمتي کاڼي په کلي توګه غیر قانوني لېږدول کیږي.

هغه وايي که څه هم په ختیځو ولایتونو کې دپام وړ قیمتي ډبرې نه راوځي خو دبدخشان کونړ ، او نورستان څخه په روان کال کې په ملیونونو ډالرو کاڼي پاکستان ته وړل شوي دي. هغه داسي وايي «دپاکستان په نامه دافغانستان کاڼي دنړۍ هېودونو ته ځي په تېر کال کې یواځې دنژدې ۹۰ لکه ډالرو کاڼي پاکستان ته وړل شوي.»

نوموړی وايي چې دکانونو وزارت یې له جوړې شوې ټولنې سره منلې وه چې قیمتي کاڼي به دغه شرکت ته د ننګرهار کانونو ریاست په مکتوب استول کیږي خو په ولایتونو کې دریاست ورکړل شوی مکتوب څوک نه مني.

دغه ټولنه وايي دمکتوبونو نه منل کېدل او د قیمتي ډبرو سوداګرو ته دجوازونو نه ویشل ددې لا مل شوی چې په ناقانونه توګه کاڼي ولېږدول شي.

په ننګرهار کې دکانو او صنایعو ریس غلام فاروق«فریدزي» امریکا غږ ته وویل چې د قیمتي ډبرو دراوړنې لپاره دوی قانوني مکتوبونه ورکوي.

هغه وايي له دې مسلې ندی خبر چې د دوی مکتوبونه دې څوک ونه مني هغه داسي وايي «مونږ مکتوب ورکوو،خو که په کونړ نورستان او یا نورو ولایتونو کې څه ستونزه وي مونږ نه یو خبر.»

نوموړی وايي دغه ټولنې ته دقیمتي کاڼو تر لېږد وروسته د دوی دریاست مسلکي خلک پر کاڼو قیمت اچوي او دهغې په بنا ټکس ترې اخلي.

په همدې حال کې دننګرهار والي ویاند احمد ضیاء عبد الزی وايي که دټاکلو اصولو څخه هر څوک سرغړونه کوي، ددوی دخبراوي په صورت کې قانوني چلند ورسره کوي.

هڅه مو وکړه چې ددغه ستونزې پر تړاو دکانونو وزارت له ویاند سره خبرې وکړو؛خو تر هڅو وروسته یې هم په نظر اخستو ونه توانېدو.

که له ېوې خوا پاکستان ته دقیمتي کاڼو دقاچاق اندېښنې ډېرې شوي خو بله خوا دناقانونه کېندونو لړۍ هم تونده روانه ده .

دخلکو اندېښنه داده چې که حکومت په کانونو پسې دروانو ناقانونه کېندونو مخنیوی ونه کړي،نو لرې ندهچې په هېواد کې شته قیمتي ډبرې به دقاچاقبرو او لوټمارو خلکو خوراک شي.

XS
SM
MD
LG