د لاس رسي وړ اتصالات

نن شپه۱۲ بجې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیلېږي ـ امنیت شورا


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، نن شپه د «فبرورۍ۲۲مه» د شپې ۱۲ بجې د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیلېږي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن جمعه د «کب دوهمه» امریکا غږ ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل اړخه د تاوتریخوال کمولو اونۍ ته پوره چمتووالی لري.

هغه وویل:"افغان حکومت د دې لپاره چې له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي،کامله امادګي نیولې ده،زموږ ځواکونو ته هم امادګي ورکول شوې ده،هیله داده چې طالبان هم پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي،تر څو دا مرحله وکولای شي موږ یو اوربند او دوم داره سولې ته ورسوي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مرستیالې مالي فیلد تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې وویل چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي کمولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

نوموړې زیاته کړې چې یاد تړون به د افغان حکومت، طالبانو او د افغانستان د مهمو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره دروازه پرانیزي.

د هغې په وینا "په دغو خبرو کې به افغانان د خپل هېواد لپاره آینده سیاسي ستونزې اوارې کړي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG