د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو هر ډول حملې په شا تمبولی شی


د افغانستان حکومت نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو هغه وروستی اعلان وغندی چې وايي په افغانستان کې یې د پسرلي مبارزه پیل کړې ده . حکومت دغه اعلان ته د بزدلانه او غیر اسلامي عمل خطاب وکړ او وویل چې د هیواد امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د طالبانو هر ډول حملې پر شا وتمبوي.

هرکال طالبان د واورې د ویلېدو نه وروسته چې موسم تود شي، په افغانستان کې خپل عملیات پیلوي. د دوي حملې په ټول هیواد کې پیل کېږي او هدف یې دا وي چې حکومت د ګواښ سره مخامخ کړي او د لاسه ورکړې سیمې بیرته قبضه کړي.

په عین حال کې په کابل کې د امریکا سفارت یو دوه کلن پروګرام تایید کړی دی چې په لړ کې به یې په کابل کې د امریکا د زندان څخه بندیان آزا کړل شي. دوي وايي چې د دې پروګرام موخه دا ده چې د طالبانو او افغان حکومت سره د سولې بهیر غېښتلی شي.

خو د طالبانو د تیرې اونۍ اعلان یوه بله نښه وه چې د سولې د بهیر ستونزمنتیا یې په ډاګه کړه. طالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ چې د حکومت د کارمندانو نه نیولې تر قومي مشرانو پوري هر هغه څوک به ووژني چې د دوي پرضد کار کوي او د بهرنیانو سره د هغوي په اشغال کې مرسته کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ وویل چې په داسي حال کې چې طالبانو د افغانانو پرضد خپل د جګړې د بیا پیلدو اعلان کړی دی د اسلامي عقایدو نه هم ناوړه ګټه اخلي او داسي کارونه کوي چې د اسلامي اساساتو پر خلاف دي. اسلام سوله، ترحم او تعلیم ته وده ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبان د مذهب نه ګټه پورته کوي چې خپل جنایات توجیح کړي او په خپلو اعمالو کې یې په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي دي.

تیرکال دافغانستان په لس کلنه جګړه کې تر ټولو خونړۍ کال و. په دې کال کې ۳۰۲۱ تنه بې ګناه افغانان وژل شوي و چې د ۷۵ فیصدو نه زیات یې طالبان مسول دي.

XS
SM
MD
LG