د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په حملو کې ۱۷ کسه وژل شوي


Archive
Archive
دافغانستان چارواکي وايی چې افراطېانو لږ تر لږ 17 تنه په درې جلا نښتو او ځایونو کې وژلي دي. چارواکي وايي چې یاغیانو د هرات د کرخ په ولسوالۍ کې دنوې ابادونې په یوه ځای باندې د شپې له برید وکړاو نهه تنه کارګران یې ووژل.

چارواکي وايي چې پنځه تنه ملکیان چې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو د شنبې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې دهغوي موټر د هلمند د مارجې په ولسوالۍ د سړک دغاړې پرماین ور وخوت او ماین وچوی.

دهلمند ولایتي ویاند (( عمر ځواک )) امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چي د ماین د چا ودنې په پېښه کې چې د شنبې د ورځې په سهار د مارجې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه د ۳ ماشومانو په شمول ۵ تنه وژل شوي او ۳ تنه نورپکښې ټپیان دي .

همدارنګه د هلمند په ولسوالۍ کې دسړک دغاړې په یوه بله چاودنه کې دجمعې په ورځ ناوخته درې ښځې ووژل شولې. رپوټ وايي طالبان دسړک دغاړې له بمونو نه کار اخلي او له همدې امله دملکي تلفاتو شمیر زېات شویدی. ملګري ملتونه وايي چې سږکال دملکیانو دتلفاتو شمیر د تیرکال داولو شپږ میاشتو په پرتله په سلو کې 23 زیات شویدی.


په هلمند کې دماین په چاودنوکې د ۴ ښځو په شمول اته تنه وژل شوي دي.
همدارنګه دهلمند په ګاونډي ولایت فراه کې په یوه کلنیک کې دننه په یوه ځان مرګي برید کې درې تنه وژل شویدي.

دفراه ولایتي ویاند عبدالرحمن ژوندي امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د ضابط جلیل په نوم پخوانۍ جهادي قومندان له دغه بریدڅخه چې دده لپاره پلان شوی و روغ رمټ وتلی دی خو دځایي پوليسو دیوه قومندان په شمول ۳ تنه وژل شوي او۳تنه نور ټپیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG