د لاس رسي وړ اتصالات

د قره بلاق ښوونځی د سخيداد په نوم کیږي


د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د بدخشان د کشم ولسوالۍ د قره بلاق ښوونځي د ملازم د مرستې په ویاړ د دې ښوونځي نوم د سخي داد په نامه بدلوي.

ملازم سخي داد، په خپلو شخصي پیسو ددې ښوونځي زده کوونکو ته درسي خونې جوړې کړې دي.

د افغانستان د ښوونې وزیر محمد میرویس بلخي د پنجشنبې په ورځ دسمبر ٢٦ ددغې ښوونځي د زده کوونکو سره د ښاغلي سخي داد د مرستې ستاینه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د قره بلاق ابتدائیه ښوونځی دې د هغه په نوم ونومول شي.

د ښوونې وزیر میروس بلخي، سخي داد ته د ستاینلیک د ورکولو پر وخت
د ښوونې وزیر میروس بلخي، سخي داد ته د ستاینلیک د ورکولو پر وخت

ښاغلي سخي داد د ١٥٠ زره افغانیو په ارزښت دې ښوونځي ته درې درسي خونې جوړې کړې دي.

د افغانستان د ښوونې وزارت د معلوماتو په بنسټ دغه شخص "شپه او ورځ په ډیر کم امتیاز" سره ددې ښوونځي ساتنه کړې او هڅه یې کړې ده چې ستونزې یې حل کړي.

دا پداسې حال کې دي چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکي وکیل شاه خان، خپله دوه جریبه شخصي ځمکه د نجونو د یو ښوونځي جوړیدو لپاره د ښوونې وزارت ته وبخښله.

د ښوونې وزارت له افغانانو څخه غوښتي چې د ښوونې او روزنې د پراخیدو لپاره د موجودو ستونزو په وړاندې د ښوونې له وزارت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG