د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴٠٠٠ قضیې ثبت شویدي


د ښځو فعالان عدالت ته د ښځو لاسرسی کمرنګه بولي.
د ښځو فعالان عدالت ته د ښځو لاسرسی کمرنګه بولي.

د ښځو چارو وزارت واېي چې دوي د اطلاعاتو داسې یوه زیرمه (ډېټابیس) جوړه کړې چې پکې کولای شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ثبت کړي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې یو له ننګونکو ستونزو ګڼل کیږي چې هر کله په رسنیو کې بحثونه راپاروي. په یوه تازه پېښه کې په فاریاب ولایت کې یو سړي د خپلې میرمنې پوزه پرې کړیده او وروسته د دولت له کنټرول څخه بهر یوې سیمې ته تښتیدلي دی.

که څه هم چې د ښځو چارو وزارت د نورو کلونو په پرتله په تیر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې ښېې خو وروستې زړه بوږنونکې پېښې څرګندوي چې افغان میرمنې په پر له پسې ډول له دردونکو تاوتریخوالو سره مخامخ دي.

د ښځو چارو وزارت شمېرې ښېې چې تیر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ زره قضیې ثبت شویدي. د ښځو چارو وزیره، دلبر نظري منلې ده چې په تیرو کلونو د تاوتریخوالو د قضیو په ثبتولو کې ستونزې موجودې وي.

"د پخوا په نسبت په تاوتریخوالو کې کموالی راغلی دی، پخوا تاوتریخوالي زیات و، د رسنیو له پوښښ هم لرې و، هر کال به د ښځو چارو وزارت د تاوتریخوالو شمېرې ثبتولې چې سمې نه وې، سږ کال مونږ ډیټابیس جوړ کړیدی."

له بلې خوا شنونکي او د ښځو فعالان عدالت ته د ښځو لاسرسی کمرنګه بولي او باور ېې دادی چې په تیرو کلونو کې هڅې کومې څرګندې پایلې نه درلودې.

فوزیه کوفي، په ولسې جرګه کې د خلکو استازې دې چاره کې لویه ستونزه د معافیت فرهنګ بولي.

"همدا سږ کال څو قضیې چې رامنځته شوي، بدې او زړه بوږنونکې پېښې، د فرخندې د قتل له عاملینو نېولې تر رخشانې او د ریزه ګلې چې وروستۍ قضیه یې وه، د افغانستان خلک لږ د عدالت د تطبیق شاهدان ول.‪"

د تاوتریخوالو قربانیانو ته وجهی صندوق

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د یوې غونډې په رابللو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو قربانیاتو څخه د ملاتړ لپاره وجهی صندوق پرانیست.

تمه ده چې ددغه صندوق له پېسو هغو قربانیانو سره مرسته وشي چې تاوتریخوالي سخت ځپلي او یا ېې هم په کور دننه درملنه نا شونې ده.

له پرانیستغونډې وروسته ارګ په خپله اعلامیه کې وویل چې ولسمشر له دغه صندوق سره له خپله جېبه نغدي مرسته وکړه. اعلامیې کې دا بیان هم شوی چې د کابېنې غړو له دې صندوق سره د سلواغې میاشتې د تنخواه د ۱۵ سلنې پېسو د ورکړې ژمنه کړېده.

د ښځو چارو وزات ددغه وجهی صندوق پرانیستل لوی ستر ګام یاد کړی او په دولت او سوداګرو ېې غږ کړی چې له دې صندوق سره خپلې مرستې و نه سپموي.

راپور: رحیم گل څاروان او احمد شکیب دوست – د امریکا غږ

XS
SM
MD
LG