د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښوونکي د خپلو حقونو د ساتنې سراسري شورا جوړوي


کابل ته د ښوونکو منتخبو شوراګانو شپېته غړي یوه کنفرانس ته بلل شوي چې د ښوونکو عمومي شورا جوړولو باندې کار وکړي.
کابل ته د ښوونکو منتخبو شوراګانو شپېته غړي یوه کنفرانس ته بلل شوي چې د ښوونکو عمومي شورا جوړولو باندې کار وکړي.

د افغانستان ښوونکي په یوې داسې سراسري شورا کار کوي، چې د ښوونکو د حقوقو ساتنه او هغه امتیازات چې د دوی په نوم کیږي دفاع او پالنه یې وکړي.

دم ګړۍ په افغانستان کې د ښوونکو شل منتخبې شوراګانې په شلو ولایتونو کې شته دي، چې د ولایتونو ښوونکو د ټاکنو په اساس ټاکل شوي دي.

نن سه شنبه د نومبر ۱۱ نېټه په کابل کې د سویډن د کمېټې له خوا د ښوونکو منتخبو شوراګانو شپېته غړي یوه کنفرانس ته بلل شوي وو ترڅو د ټول افغانستان په کچه د ښوونکو عمومي شورا جوړولو باندې کار وکړي.

د شلو ولایتونو د ښوونکو د شوراګانو غړو ویل، دوی به د ښوونکو له حقوق ساتنه وکړي او ترڅنګ به د ښوونکو په نوم شوي امتیازات خپل کړي او پرې به نه ږدي، چې د ښوونکو حقوق پایمال شي.

ددې شوراګانو ځینو غړو امریکا غږ ته وویل په خپلو ولایتونو کې توانېدلي، چې د تړلو ښوونځيو په بیا پرانستلو کې ونډه واخلي.

د خوست د ښوونکو د منتخبې شورا غړي نور محمد خان امریکا غږ ته وویل" زه د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې ښوونکی یم، مونږ هلته دوه ښوونځي چې تړل شوي وو پرانستل".

د کابل د ښوونکو د منتخبې شورا رئيس فضل احمد فضل وویل دا چې د ښوونکو د حقوقو نه په خپله ښوونکي دفاع وکړي داسې شوراګانې یې جوړې کړي، د موجودیت اعلان کوي او هڅه دا ده چې د ټول افغانستان په کچه د ښوونکو یوه شورا جوړه شي.

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل د ښوونکو د شوراګانو د جوړولو هرکلی وکړ وې ویل چې له وزارت سره یې مرستندوی دي.

په افغانستان کې اوولس زره ښوونځي دوه سوه او اوولس زره ښوونکي لري، د ښوونکو ددې شوراګانو غړو ویل چې د اکټوبر په پنځلسمه د معلم په ورځ د ولسمشر اشرف غني د کړو ژمنو تطبیق غواړي

XS
SM
MD
LG