د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش روزنکی: له افغانستان څخه نه ډاریږو


بنګله دېش په وروستي ځل په اسیا کپ کې له افغانستان سره مخامخ شوی و او لوبه یې ګټلې وه
بنګله دېش په وروستي ځل په اسیا کپ کې له افغانستان سره مخامخ شوی و او لوبه یې ګټلې وه

د بنګله دېش د کرکټ‌ د ملي ټیم روزونګي‌ رودز ستیف وايي افغانستان ښه باولینګ لري‌خو بنګله دیش ورڅخه نه ډاریږي.

ښاغلي سټیف له افغانستان څخه تر لوبې یوه ورځ مخکې (یکشنبه-جون۲۳) په خبري‌کنفرانس کې وویل چې افغانستان د راشد خان،‌ محمد نبي او مجیب غوندې غښتلي ورو توپ اچوونکي لري،‌ خو د بنګله دېش لوبغاړي ترې ویره نلري.

هغه وویل( موږ له افغانستان څخه نه ډاریږو او درناوی یې کوو). نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د کرکټ‌ یوه ښه لوبډله لري او له هند سره یې ښه لوبه وکړه.

وايي‌ په کوم میدان کې چې د افغانستان او هند لوبه وه،‌ هلته پیچ د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد دی او دوی همدغه ټکي ته په کتو له افغانستان سره لوبې ته يو پلان برابروي.

هغه وویل دوی افغانستان ته درناوی لري خو په کرکټ کې ترې مخکې دي.

افغانستان او بنګله دېش په وروستي ځل په آسیا کپ کې مخامخ شوي چې بنګله دېش لوبه وګټله.

XS
SM
MD
LG