د لاس رسي وړ اتصالات

د لارې په یخچال کې ایټالیا ته تلوونکي افغانان وموندل شول


شاو خوا ٥٠٠٠٠ زره مهاجر د مارچ د میاشتې راهیسې چې اروپایي هیوادونو خپلې پولې تړلي دړي، په یونان کې ایسار پاته دي.
شاو خوا ٥٠٠٠٠ زره مهاجر د مارچ د میاشتې راهیسې چې اروپایي هیوادونو خپلې پولې تړلي دړي، په یونان کې ایسار پاته دي.

دغه مهاجر افغان چې د ١٥ او ١٧ کلونو ترمنځ عمر یې درلود د سه شنبې په ورځ د یونان په مسولونجي ښار کې وروسته له هغې وموندل شول چې د صربستان یو موټر چلوونکي په لارۍ کې د هغوی آواز واورید او پولیس یې خبر کړل.

پولیس وایي دغه افغان قاچاقبرانو هغه وخت په لارۍ کې ځای پر ځای کړي وو چې ډریور د لارې په اوږدو کې دمه کوله.

شاو خوا ٥٠٠٠٠ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د مارچ د میاشتې راهیسې چې اروپایي هیوادونو خپلې پولې ټینگې کړي، په یونان کې ایسار پاته دي.

سویډن د مهاجرت قوانین سخت کړل

د سویډن پارلمان په اکثریت سره هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د پناه غوښتنې شرایط په هغه هیواد کې سختیږي.

په سویډن کې تیر کال ١٦٠٠٠٠ زره مهاجرو پناه غوښتې چې ددې هیواد لپاره ریکارد بلل کیږي.

تیر کال شاو خوا ١٦٠٠٠٠ زره مهاجر سویډن ته تللي دي
تیر کال شاو خوا ١٦٠٠٠٠ زره مهاجر سویډن ته تللي دي

د سویډن پارلمان د یو شمیر مهاجرو لپاره د موقتي اوسیدنې اجازه په داسې حال کې تصویب کړه چې دمخه مهاجرو ته په اتوماتیکه توگه د دایمي اوسیدنې اجازه ورکول کیده. دغه نوې لایحه همداشان هغو کسانو ته د جازې ورکول سختوي چې غواړي د خپلو کورنیو سره یوځای شي.

دغه موقت مقررات به د دریو کالو لپاره وي او د جولایي د میاشتې په شلمه پلي شي. دا پر هغو مهاجرو باندې د تطبیق وړ دي چې د ٢٠١٥ کال د نومبر وروسته سویډن ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG