د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حاجیانو په سعودي کې مظاهره وکړه


یو شمېر افغان حاجیان شکایت کوي چې د اوسېدو ځایونه یې تنګ او د ښځو او نارینوو لپاره یو تشناب ورکړل شوی دی.
یو شمېر افغان حاجیان شکایت کوي چې د اوسېدو ځایونه یې تنګ او د ښځو او نارینوو لپاره یو تشناب ورکړل شوی دی.

د تېرو کلونو په څېر سږکال بیا هم زیات شمیر افغان حاجیان دا شکایت لري چې دوي سره د حج په ورځو کې په سعودي عربستان کې د کومو سهولتونو ورکولو ژمنه شوې وه، هغه ورته نه دي برابر شوي.

د ننگرهار ولایت نه حج ته تللی افغان حاجي محمد نبي وايي چې دوی ته په مکه کې چې د وسیدو کوم ځای ورکړل شوی، ډیر تنگ او نامناسبه دی.

هغه وايي چې د نارینو او ښځو دپاره داسې بندوبست نه دی شوی چې دوی په محرمه توگه خپل عبادت او نور ورځني کارونه وکړي. دی وايي په یوې کوټې له حده زیات کسان ځای کړل شوي، د نارینوو او ښځو تشنابونه ګډ دي چې لویه ستونزه ده.

حاجي نبي د امریکا غږ خبریال مطیع الله عابد ته وویل چې یو شمېر حاجیانو په همدې اړه مظاهره هم وکړه او حکومت نه یې وغوښتل چې ستونزې ورهوارې کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG