د لاس رسي وړ اتصالات

آفتاب عالم د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وویستل شو


د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د ددغې شورا تخنیکي کمیټۍ د ځینو ستونزو له کبله د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی، آفتاب عالم له نړیوال جام څخه بهر کړی دی.

د کرکټ نړیواله شورا زیاتوي چې د آفتاب عالم پر ځاې یو بل لوبغاړی، سید احمد شیرزاد د تخنیکې کمیټې لخوا منل شوی دی او هغه به په نړیوال جام کې د آفتاب عالم پر ځاې له دې وروسته لوبه کوي.

امریکا غږ ته د کرکټ بورډ یو چارواکي ویلي چې د آفتاب عالم د لرې کیدو تر شا د نظم "دسپلین" ستونزه وه.

په نړیوال جام کې دغه شان پریکړې ډیرې کمې کیږي.

دا ځل د کرکټ د نړیوالې شورا تخنیکي کمیټې غړو کې د کرکټ د نړیوالې شورا مشر جوف الرډایز، د کرکټ د نړیوالې شورا استازي کمپیل جمسن، سټیو ایلورتي، الن فوردام، هرشه بهوګلې او کمار سنګاکارا شامل وو.

XS
SM
MD
LG