د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۶) په یوه ګډه اعلامیه کې تائید کړه چې د حماس لوړپوړی چارواکی خالد ابوندا وژل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې د شپې له لورې د اسرائیل د پوځ په یو برید کې وژل شوی دی.
د اسرائیل د پوځ په وینا، د غزې په مرکزي ښار دیر البلح کې د ابوندا هستوګنځی په نښه شوی دی. فلسطیني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د برید پر مهال د هغه مېرمن هم وژل شوې ده.
نتنیاهو او کاتز په اعلامیې کې ویلي چې دا عملیات د حماس د غړو او لوړپوړو قوماندانانو پر ضد د اسرائیل د وروستیو هدفي بریدونو دوام دی. د دوی په وینا، په تېره یوه میاشت کې د حماس شاوخوا ۸۰ غړي وژل شوي دي.
د اسرائیل پوځ په جلا اعلامیه کې خالد ابوندا «د غزې په تړانګه کې د حماس د سیاسي دفتر د اقتصاد د څانګې مشر او د پوهنې وزیر» معرفي کړی دی. د پوځ په خبره، هغه د حماس د بانکونو او پانګونې د سیستمونو د مدیریت مسؤلیت درلود او مالي سرچینې یې د دې ډلې د پوځي وړتیاوو او نفوذ د پیاوړتیا لپاره کارولې.
د اسرائیل چارواکو ویلي چې د ابوندا وژل کېدل د حماس د اقتصادي پالیسیو د طرحه کولو او پلي کولو پر وړتیا سخت ګوزار دی. خو فلسطیني سرچینو تر دې وړاندې هغه د غزې د ادارې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت مرستیال بللی و.
له دې اعلامیې سره هم مهاله، د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې، د غزې څخه بهر د حماس لوړپوړي مشران وګواښل. هغه لیکلي چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر خلیل الحیه او د هغه د ملګرو ورځ هم را رسېدونکې ده او «لوکس هوټلونه او قیمتي کالي» به د هغوی د هدف ګرځېدو مخه ونه نیسي. نوموړي زیاته کړه چې د حماس ټول لوړپوړي مشران او د اکتوبر د اوومې د برید عاملان تر تعقیب لاندې دي.
کاتز همدارنګه د غزې په پاتې ۳۰ سلنه سیمه کې د حماس واکمني «یو خیال» وباله او ویې ویل چې د دې ډلې غړي باید په خپله خوښه وسله پر ځمکه کېږدي څو غزه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې غیرنظامي شي، که نه نو د اسرائیل پوځ به د خپلو عملیاتو له لارې هغوی بې وسلې کړي.
هغه څرګنده کړه چې په دې سناریو کې به یو میلیون د غزې اوسېدونکي یو ځل بیا د سیمې جنوبي برخې ته ولېږدول شي او سیمه به د «رفح» او «بیت حانون» د عملیاتو په څېر پاکه شي. کاتز زیاته کړه چې له غزې څخه د وتلو لېوالو اوسېدونکو لپاره د منظمې کډوالۍ اړین بنسټونه له وړاندې چمتو شوي دي.
د خالد ابوندا وژل کېدل په تېرو درېیو ورځو کې د حماس د لوړپوړو چارواکو د هدف ګرځولو درېیمه پېښه ده. تر دې وړاندې، د چهارشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې محمد ماجد ابوالعوف، چې د حماس د کورني امنیت د ادارې مشر و، ووژل شو. نتنیاهو او کاتز د سې شنبې په ورځ د حماس د کورني امنیت د ادارې د عمومي رئیس نعیم ابونحل د وژل کېدو پخلی هم کړی و.
فورم \ دبحث خونه