د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان وايي د تورخم د ستونزې ډیپلوماتیک حل غواړي


تر اوسه په دغه جنګ کې درې تنه افغان پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.​
تر اوسه په دغه جنګ کې درې تنه افغان پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.​

د ارګ اعلامیه وايي د افغانستان یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو له جمهور رئیس غني سره په تورخم کې له پاکستان سره د روان کړکیچ د حل په موخه مهمه غونډه کړې ده.

په غونډې کې اجرايي رئیس عبدالله، د ولسي او مشرانو جرګې مشرانو اود کورنیو او دفاع وزارت او ملي امنیت سرپرستانو هم برخه لرله. غونډې د ستونزې په سیاسي حل تاکید کړی دی.

اعلامیه وايي په غونډې کې ټېنګار وشو چې "د افغانستان دولت د جنګ پر ځای له ډيپلوماتیکو لارو په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې سوله ییز حل غواړي. خو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او دفاع زموږ حق دی."

په تورخم کې له څو ورځو راهیسو د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ په وقفه یې ډول جنګ روان دي، چې دواړو غاړو ته تلفات هم اوښتي دي.

افغان لوری وايي، چې پاکستان د ډیورېنډ پر کرښه تایسیات او دروازې جوړلې، چې هغوی پرېنښودل. افغانستان وايي دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې خلاف کار دي، خو پاکستان وايي دا کار د مساپرو د اسانتیا او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کوي.

د تېر ماښام کیسه

د افغانستان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د تورخم په ښارګوټي کې تېر ماښام پنځه کم اوه بجې یو ځل بیا جګړه ونښتله چې د دریو ساعتونو جګړې په اوږدو کې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او پنځه نور زخمیان شول.

تر اوسه د افغانستان له اړخه په دغه جګړه کې درې تنه افغان پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.​

د امنیتي چارواکو د وینا له مخې تیر ماښام د دواړو خواو ترمنځ په رسمي ډول د پنځلس دقیقو لپاره اوربند ټینګ شوې و چې بیا سهار درې بجې مات شو.

په ختيځ کې د سرحدي قواو درستیزوال محمد ایوب حسین خیل وایي نن سهار درې بجې هم د دواړو خواو ترمڼخ د یو ساعت لپاره سخته جګړه شوې ده.

ښاغلی حسین خیل وایي د کرښې هغې غاړې ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو پاکستان پوځ خپلو ځواکونو ته د وراوښتي ځاني زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ د افغان ځواکونو سره د تورخم په جګړه کې د دغه پوځ د یو جګړن علي جواد خان وژل کیدل تائید کړي دي. همداشان پاکستاني چارواکو په دغو نښتو کې لږ ترلږه د یوولس تنو ټپي کیدل هم تائید کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم د خپل وژل شوي جګړن په جنازه کې برخه واخیسته
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم د خپل وژل شوي جګړن په جنازه کې برخه واخیسته

تیره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په کویټه کې د علي جواد خان د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ. د پاکستان صدراعظم نواز شریف د علي جواد خان وژل کېدو ته درناوی کړی.

یو شمیر سوداګر او کاروباریانو د نورو جګړو د پیښیدو له ویرې د تورخم له ښارګوټي څخه دخپلو مالونو ایستل پیل کړي دي. امینتي سرتیرو لاهم خپلې وسلې په اوږو لري او د بل ځل ممکنه جګړې لپاره چمتوالی نیسي.

تورخم کې افغان کمیساري بیا د پاکستان د پوځ له خوا پر راکټونو ویشتل شوې او د هغې غاړې یوې پوستې هم تېره شپه اور اخیستی دی.

افغان سرحدي ځواکونو چارواکو د پاکستانیو رسنیو هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې تېره شپه یې د افغان سرحدي پولیسو پوسته نیولې ده.

له افغان ځواکونو ملاتړ

د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي هم د خپل فیس بوک په پاڼه په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

ښاغلي کرزي په خپله پاڼه لیکلي "د تورخم په جګړه کې د افغان ملي پوځيانو او پر هېواد مینو بچیانو د میړانې او ملي احساساتو ستاینه او کلک ملاتړ کوم، روانه جګړه به د افغانستان او پاکستان ولسونو ته پرته له ځاني او مالي زیانونو څخه بله پایله ونلري".

د پاکستان پوځ وايي تاسیسات د ترهګرو د مخنيوي لپاره جوړوي، خو افغان لوری وایی دا کار د شوې موافقې خلاف دی
د پاکستان پوځ وايي تاسیسات د ترهګرو د مخنيوي لپاره جوړوي، خو افغان لوری وایی دا کار د شوې موافقې خلاف دی

په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د خپل ټویټر په پاڼه د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو جوړول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې سبب ګڼلی دی.

ښاغلي ضعیف لیکلي "په تورخم اود ډيورنډ په پرته فرضي او ظالمانه کرښه د پاکستان له خوا ناقانونه تاسيسات د شخړې او وينو تويولو باعث کيږي".

ددې سربیره نن په هلمند او تخار ولایتونو کې په لسګونو کسانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان په خلاف لاریونونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG