د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانوي شهزاده هري جنجالي کتاب چاپ شو


د بریتانوي شهزاده هري د خاطراتو کتاب چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ورباندې د لویدیځ په رسنیو کې تاوده بحثونه روان وو، نن سه شنبې جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) بازار ته وړاندې شو.

که څه هم د پاچا درېیم چارلس او شهزارده ویلیم، د هري مشر ورور، په ګډون د بریتانیا شاهي کورنۍ تر اوسه په رسمي ډول پدې اړه څه ندي ویلي خو د شاهي کورنۍ ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې هري په خپل کتاب کې د پاچا پر دوهمې مېرمنې، ملکې کامیلا باندې د لفظي برید له امله له حد څخه تیر شوی دی.

پاچا چارلس په ۱۹۹۷ کې د هري او ویلیم د مور شهزادګۍ ډیانا له مړینې وروسته له کامیلا سره واده وکړ.

د (spare) یا اضافه په نوم دې کتاب کې شهزاده هري د خپلې مور د مرګ د "نه هېرېدونکي غم"، له شاهي کورنۍ سره د خپلو ترینګلو اړیکو او بریتانوي رسنیو په اړه انتقادي څرګندونې کړي دي.

د هري د خاطراتو کتاب په ۱۹۹۲ کال کې د "ډیانا او د هغې ریښتینې کیسه" د کتاب له چاپېدو وروسته د بریتانوي شاهي کورنۍ تر ټولو ستر چاپي اثر ګڼل شوی او ددغه کتاب د پلورلو دپاره په بریتانیا کې د کتابونو پلورنځي نن د شپې په ۱۲ بجو پرانیستل شوي وو.

شهزاده هري دا وخت له خپلې امریکايي مېرمنې مېګن سره د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې اوسیږي.

په دې کتاب کې هري همدارنګه ادعا کړې ده چې چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې یې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت پر مهال ۲۵ کسان وژلي، دې مسئلې یو ځل بیا په افغانستان کې د بریتانوي او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه د خلکو قهر او غصه راپارولې ده. یو شمېر افغانان وایي چې دا ډول ظلمونه د منلو وړ ندي او ترخې خاطرې یې لا د خلکو په یاد دي.

د هلمند د خلکو غبرګون

۱۲ کاله مخکې کله چې ملا عبدالله د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د خپل کلي بازار ته ولاړ، په دې نه پوهیده چې دا به یې د کورنۍ له غړو سره وروستی دیدن وي.

عبدالله په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه د خپلې کورنۍ نهه غړي له لاسه ورکړل چې بریتانوي ځواکونو یې په کور بمبار وکړ. نوموړی تل هغې هدیرې ته ځي چېرې چې یې د مور او پلار په ګډون، خور، یوورور او پنځه نور خپلوان خښ دي.

هغه وویل: "موږ نړیوالو ته پیشنهاد لرو چې دا سړی [شهزاده هري] محاکمه کړي. موږ ته زموږ تاوان راکړي. ظلم یې راسره وکړ. کور یې را خراب کړ. مالي او ځاني زیانونه یې راواړول."

د هلمند ولایت په پوهنتون کې هم یو شمیر محصلینو او استادانو د شهزاده هري څرګندونې غندلي دي او هغه یې ظالمانه کار بللی دی.

د هلمند پوهنتون استاد، سید احمد سعید وویل: "د شهزاده هري هري او دده د ملګرو او نورو له لوري چې کوم ظلمونه دلته په هلمند او یا د افغانستان په هره سیمه کې تر سره شوي ډېر ناوړه او کرغېړن وه. د انسانیت تاریخ به دا هېر نکړي. دا به زموږ او د افغانستان په تاریخ کې هېر نشي."

هیرې یوه لسیزه د بریتانیا په پوځ کې کار وکړ چې دوه ځله یې په افغانستان کې هم ماموریت اجرا کړی دی.

نوموړي خپل د خاطراتو په کتاب کې ویلي دي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې، په افغانستان کې د خپل دویم ماموریت پرمهال یې چې د آپاچې چورلکې د پیلوټ مرستیال او د توپچي د برخې غړی وو، ۲۵ طالبان وژلي دي.

نبي اکا د هلمند ولایت د ګرشک بل اوسیدونکی دی چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د بریتانوي ځواکونو په هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۱ غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه په خپل کور باندې د هوايي برید شېبه په یادوي او وايي: "په هغه وخت کې دلته انګریزان په قدرت کې وو. امریکایان نه وو. د شپې ډوډۍ مو خوړه چې یوه طیاره تېره شوه، بېرته راستنه شوه، د ماشومان او ښځو ډک سرای یې بمبار کړ."

د متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوال ایتلاف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر امریکا د القاعده له بریدونو وروسته، د القاعده د ځپلو او د طالبانو د حکومت د ړنګولو په هدف پر افغانستان برید وکړ خو له شاوخوا شلو کلونو جګړې او نظامي‌ حضور وروسته، د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې بیرته له افغانستان څخه ووتل او طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG