د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د تحقیقاتو لپاره ځانګړی مفتش وټاکل شو


د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د تحقیقاتو لپاره ځانګړی مفتش وټاکه.
د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د تحقیقاتو لپاره ځانګړی مفتش وټاکه.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ جمعه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

دغه اقدام چې ډیره توقع یې هم کیده داسې مهال کیږي چې ښاغلي ټرمپ د تیرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

لوی څارنوال د ښاغلي ټرمپ څخه د تحقیقاتو لپاره د ځانګړي مفتش د ټاکلو په هکله په لنډې وینا کې چې د عدلې وزارت څخه یې وکړله، وویل چې دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړله چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوسني جمهور رئیس جو بایډن دواړو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو نیت څرګند کړ.

لوی څارنوال وویل، " تازه پرمختګونو ته په کتو، زه دې نتیجې ته ورسیدم چې د ځانګړي مفتش ټاکل د ولس په ګټه ده".

ښاغلي ګارلینډ پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ځانګړي مفتش ټاکل کیدل پدې ټینګار کوی چې د عدلې وزارت په "دا شان ځانګړو حساسو موضوعاتو کې بې طرفۍ اومسؤل بللو ته ژمن دی".

ځانګړی مفتش جیک سمیت چې د عدلې په وزارت کې د کار کولو سابقه لري، اوس مهال د هاګ په محکمې کې د هغې ځانګړې محکمې مشر دی چې په کوسوو کې د جنګي جنایتونو په هکله جوړه شوې.

لوی څارنوال وویل چې ښاغلی سمیت به په سمدستي توګه متحده ایالاتو ته ستون شښي او خپل کار به پیل کړي.

ښاغلی سمیت به د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو مشري په غاړه ولري چې د عدلې وزارت د چارواکو لخوا اوس مهال پر مخ وړل کیږي.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه.

پخپله ښاغلي سمیت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې غواړي ورسپارل شوي تحقیقات او کوم قانوني تعقیبونه چې "مخې ته راځي، په خپلواکه او داسې ډول وکړي چې د عدلې وزارت د دود او دستور سره برابر وي".

د ښاغلي ټرمپ لخوا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو پریکړې پدې تحقیقاتو کې د لوی څارنوال مریک ګارلینډ لپاره کار کول ګران کړي ځکه چې هغه د برحال جمهور رئیس جو بایډن په پلوۍ کار کوي.

XS
SM
MD
LG