د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راروانې جمعې د لمانځه د خطبې متن خپور کړی چې پکې د کوژدې او ودونو ځینې دودونه تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او ځینې مراسم یې "حرام" ګڼلې دي.
وزارت د پنجشنبې په ورځ [جولای ۲۳مه] دغه متن خپور کړی او ټاکل شوې چې سبا د خطبې منځپانګه د جوماتو د ملا امامانو لخوا خلکو ته تبلیغ شي.
د خطبې لیکونکو لیکلي چې د خلکو په خوشحالیو لکه، کوژده، واده او د حج او عمرې څخه راګرځېدلو کې "منکراتو" ځای نیولی دی.
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د واده لپاره د رضایت ترلاسه کولو په موخه، د نجلۍ او هلک معرفت "حرام" دی.
دوو ديني عالمانو له امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو د جمعې ورځې د خطبې ځینې برخې د "جهالت او ناپوهۍ" زېږنده بللې او ویلي چې طالبان غواړي، د خلکو ژوند "تریخ" کړي.
دیني عالم او سیاسي مبصر قاري عیسي محمدي ددې په بیانولو سره چې د نجلۍ او هلک ترمنځ باید معرفت شتون ولري، ویلي: "که چېرته له کوژدې نه مخکې، په ښه نیت باندې د واده یا د نکاح کولو په نیت باندې چې ]نجلۍ او هلک] سره معرفي شي یو بل په لومړي ځل مخامخ سره وګوري. دا خو د ټول عمر د ژوند خبره ده. د مشترک ژوند د تشکیل خبره ده، دې کې شریعت هېڅ کوم ممانعت نه لري".
د طالبانو د خطبې په متن کې چې لس پاڼې لري، د خلکو د خوشحالیو مراسم له بېلابېلو اړخونو تر پوښتنې لاندې رواستل شوي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بشري حقونو په اړه په خپلې یوې تبصرې کې امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو فرمانونو د افغانانو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ زیاتې محدودې کړې دي. وزارت دا هم لیکلي چې طالبان "د هغو زیان راوړنکو شرایطو مسؤل دي" چې د ښځو او نجونو په ګډون، ټول افغانان ورسره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د کوژدې په مراسمو کې د هلک او نجلۍ ترمنځ د ګوتمیو تبادله او د یو بل په لاسونو د نکریزو لګول په داسې حال کې چې نکاح يي نه وي، "د ډېرو منکراتو څخه ډک دي".
د طالبانو د جمعې ورځې خطبې د شرعې خلاف سینګار کول او په وېښتانو پورې د نورو وېښتانو نښلول "حرام" ګڼلي. د خطبې په متن کې سینګارتونونه د "فحشاوو مرکزونه" بلل شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو په ورجېنیا ایالت کې مېشت افغان امام نصرت الله نوري د خطبې ځینې برخې د قران او سنت سره په ټکر کې بولي.
نوري وویل: "کوم برداشت چې دوي [طالبانو] کړی او کوم الفاظ يي چې کارولي، هغه د قران او سنت الفاظ نه دي". نوري زیاته کړه چې طالبانو د خطبې په متن کې "سپک الفاظ" کارولي او نه باید د جومات له ممبر نه ولس سره په دغه ډول کلماتو خبرې وشي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي په واده کې د ښځو نڅا او د نارینه وو نڅا په منکراتو کې راځي چې اوسني ځوانان پرې "اخته" شوي او په "ودونو کې له ښځو ښه رقص کوي".
طالبانو د خپلې خطبې په پای کې خلکو ته ویلي څوک چې په خپلې ښځې، لور او اېنګور باندې غیرت نه کوي په "شرعي نصوصو کې منافق او دیوث" بلل کېږي.
دیني عالمان وايي چې د طالبانو روان چلند په ټولنه کې خلک له دین څخه کرکې ته هڅوي.
فورم \ دبحث خونه