د لاس رسي وړ اتصالات

د احمدشاه مسعود زوی د طالبانو ضد ایتلاف جوړوي


احمد مسعود وايي چې د جګړې پلوی نه دی خو که ضرورت و، اماده دی ټوپک واخلي
احمد مسعود وايي چې د جګړې پلوی نه دی خو که ضرورت و، اماده دی ټوپک واخلي

په داسې حال کې چې امریکا او طالبان وايي یوې موافقې ته نژدې شوي دي، د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود، د دغو مذاکراتو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

هغه وايي د امریکا او طالبانوترمنځ خبرو کې د افغان پلاوي نه شتون ښايي د طالبانو په خلاف د خلکو پاڅون او د پاڅون مشروعیت ته لار پرانیزي.

احمد مسعود وایي چې هڅه کوي د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه د طالبانو ضد داسې یو ائتلاف جوړ کړي چې هم د سیاست په ډګر کې د طالبانو پر ضد ودریږي او هم د ضرورت په وخت له دغې ډلې سره نظامي جګړه وکړای شي. خو ښاغلی مسعود دا هم وایي چې نور د افغانستان ولس لپاره جګړه او بدبختي نه غواړي.

احمد مسعود د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د طالبانو پر وړاندې د جنګیدلو توان نه لري. هغه وايي "خداې دې وکړي چې په افغانستان کې نوره وینه تویه نه شي. که خداې مه کړه دغسې وشول نو بیا زه او زما په شان په زرګونو ځوانان دې ته چمتو دي چې ټوپک واخلي. "

احمد مسعود ۳۰ کاله عمر لري او غواړي چې خپل سیاسي خوځښت په رسمي توګه د سپتمبر په پنځمه نیټه په پنجشیر کې پیل کړي.

د سولې خبرې اترې

احمد مسعود وایي چې د امریکا متحده ایالتونو طالبانو ته د امتیازونو په ورکولو کې بیړه کړې ده او نور افغانان یې د سولې له دغو خبرو اترو لرې ساتلي دي. هغه په دې باور دی چې دغه ګام تندلارو ته د دې فرصت ورکړی چې په سیمه کې خپل نفوذ لا زیات کړي.

ښاغلی مسعود وايي:" د سولې د دغه بهیر رهبري د افغانانو په لاس کې نه ده. لومړۍ خو دغه خبرې یواځې د امریکې او طالبانو او بیا د سیمې ځینو هیوادونو او طالبانو تر منځ دي. افغانان دلته چیرته دي؟ په دې خبرو کې افغانان څوک دي؟ د هغو کسانو استازیتوب څوک کوي چې د دغې دموکراسۍ لپاره یې قربانۍ ورکړي دي او ستونزې یې ګاللي دي."

د ښاغلي مسعود اشاره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته وه چې اوس مهال یې نهم پړاو په قطر کې کیږي او دواړو خواو هيله ښودلې ده چې یوې موافقې ته به ورسیږي.

ښاغلی مسعود وایي: "دغه کار به طالبانو ته د کامیابی احساس ورکړي... زمونږ ویره همدا ده چې مونږ به په ټولې نړۍ کې تروریستي ډلو ته په مشروعیت ورکولو، هغوي ته امید وبخښو."

د احمد شاه مسعود تر مړېنې وروسته، احمد مسعود خپل لومړۍ زده کړې په ایران کې وکړې او وروسته یې د برتانیا د سنهرست نظامي اکاډمۍ کې یې لوړه زده کړې وکړې او له دغه پوهنتون څخه یې دوه سندونه ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG