د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د احمدشاه ابدالي د پاچاهۍ ۲۷۰م کال ولمانځل شو


راټول شویو خلکو له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې یو شمېر علمي او تاریخي ځایونه دې د احمدشاه ابدالي په نوم کړي

د فراه ولایت لسګونو اوسېدونکو د احمد شاه ابدالي په سر د تاج اېښودولو ۲۷۰ کال ولمانځه.

دغو خلکو د افغانستان ملي بېرغونه او د "احمد شاه بابا" تصویرونه له ځان سره لېږدول. راټولو شویو خلکو خوشحالۍ، اتڼ او ګډا وکړه.

کډونوالو له حکومت نه وغوښتل چې دا ورځ دې رسمي رخصتي اعلان کړي
کډونوالو له حکومت نه وغوښتل چې دا ورځ دې رسمي رخصتي اعلان کړي

دوی په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د سرطان ۲۵ نېټه دې رسمي رخصتي اعلان کړي. د "افغانستان ولسي تحریک" دا مراسم تنظیم کړي وو.

د مراسم ګډونوالو له ولسمشر اشرف غني څخه هم وغوښتل چې د افغانستان یو شمېر علمي او تاریخي ځایونه او سیمې دې د احمد شاه ابدالي په نوم کړي.

ګډونوالو د احمد شاه ابدالي تصویرونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لېږدول
ګډونوالو د احمد شاه ابدالي تصویرونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لېږدول

احمدشاه ابدالي د معاصر افغانستان بنسټګر بلل کیږي چې په ۱۴۴۷ میلادي کال کې واک ته ورسید.

احمدشاه ابدالي تر خپلې مشرۍ لاندې د افغانستان د توکمونو د یوځاې کولو او د یوه ځواکمن شاهي نظام د رامنځته کولو سربیره، د خپلې واکمنۍ سیمې پراخې کړې.

د مراسمو ګډونوال د لږ وخت لپاره په سړکونو هم وګرځېدل او خوشحالۍ یې وکړې
د مراسمو ګډونوال د لږ وخت لپاره په سړکونو هم وګرځېدل او خوشحالۍ یې وکړې

احمدشاه ابدالي له ۲۵ کلنې واکمنۍ وروسته په ۱۷۷۲ کال کې مړ شو او د کندهار په ښار کې خارو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG