د لاس رسي وړ اتصالات

نجیب احمدزی: ارګ په غیر قانوني توګه ګوښه کړی یم


نجیب‌الله احمدزی وايي د ارګ فشارونو ته د نه تسلیمیدو له امله ګوښه شوی دی.
نجیب‌الله احمدزی وايي د ارګ فشارونو ته د نه تسلیمیدو له امله ګوښه شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګوښه شوی رئیس نجیب‌الله احمدزی وايي، چې د دغه کمیسیون له ریاست څخه د هغه د ګوښه کیدو په اړه افغان ولسمشر د قانون خلاف فرمان صادر کړی دی.

ښاغلي احمدزي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې حکومت په تیر یو کال کې د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې لاسوهنې کړي او په دې موده کې یې د ټاکنو په تړاو دیرش غونډې په ارګ کې جوړې کړي دي.

ښاغلي احمدزي افغان ولسمشر ته په خطاب وویل "په وار وار مو اساسي قانون نقض کړی دی او دا دی یو ځل بیا مو په تاسې پورې د تړلو حلقاتو د غیرقانوني او غلطو مشورو په اساس، اساسي قانون نقض کړ، چې دا هرڅه په تاریخ کې درپسې لیکل کیږي. تاسې هغه قانون او فرمان بیرته نقض او رد کړ، چې په پخپله مو فقط یو کال مخکې نافذ او توشیح کړی وو".

نجیب‌الله احمدزي د ټاکنو د کمیسیون له ریاست څخه دهغه ګوښه کیدل، د حکومت او د ځینو کړیو دسیسه وبلله او زیاته یې کړه، چې نوموړی د ارګ فشارونو ته د نه تسلیمیدو له امله ګوښه شوی دی.

که څه هم ښاغلي احمدزي د دغو کړیو په اړه جزئیات ورنکړل خو ویې ویل، چې ارګ ته نږدې کړیو د اوسني کمیسیون ټول صلاحیتونه قبض کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون پخواني رئيس دغه راز وویل، چې اوسني کمیشنران او حکومت د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري.

هغه وویل "په ولس باندې غږ کوم، چې له اوسني حکومت څخه د ټاکنو د ترسره کولو هیله ونلرئ، اوسني کمیشنران ستاسو نمایندګي نه کوي، بلکې د خاصو حلقاتو فرمان وړونکي دي. په سیاسیونو او مدني فعالانو غږ کوم، چې ولسمشر او په نظام حاکمه ډله ټاکنې ترسره کول نه غواړي، نه پارلماني ټاکنې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په خپل وخت کول غواړي، بلکې په ډول ډول بهانو دا بهیرونه ځنډوي".

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د ټاکنو د کمیسیون یو شمیر کمیشنرانو د ارګ تر فشار لاندې ولسمشر غني ته د هغه د ګوښه کیدو وړاندیز کړی دی.

لا تر اوسه ارګ د ښاغلي احمدزي د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان ولسمشر تیره ورځ په یو فرمان کې نجیب‌الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له ریاست څخه ګوښه کړ او له اړوندو بسنټونو څخه یې وغوښتل، چې د دغې څوکۍ لپاره وړ کسان ارګ ته وروپیژني.

XS
SM
MD
LG