د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې کلابند ښار ته بشري مرستې ورسیدې


 د تېر اپریل میاشت راهیسې د سوریې مضایا ښار کلابند دی.
د تېر اپریل میاشت راهیسې د سوریې مضایا ښار کلابند دی.

د سره صلیب نړیواله ټولنه وایي د سې شنبې په ورځ سهار وخته د لبنان پولې ته نږدې د سوریې کلابند شوي ښارگوټې، مضایا ته بشري مرستې ورسولې.

د سره صلیب ویاند پاول کرزایسک پخپل تویتر کې لیکلي چې د سور صلیب، ملگري ملتونه او د سوریې هلال احمر تیمونه مضایا پریښې ده خو په راتلونکې ورځو کې به نورې مرستې هم ورسول شي.

د مضایا ښار د یاغیانو تر ولگې لاندې دی او حکومتي ځواکونو دغه ښار چې شاو خوا ۴٠ زره نفوس لري د څو میاشتو راهیسي کلابند کړی. ملګري ملتونه وايي، د دې ښار اوسیدونکي د قحطۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

ښاغلي کرایسک وایي:"د خلکو دا وضعیت لیدل، ډیر زړه بوږنونکی دی. څو شیبې مخکې یوه کوچنۍ نجلۍ راته راغله او لومړۍ پوښتنه یې دا وه چې ډوډۍ دې راوړې ده که نه؟ خدای د وکړي چې فوا، کفریا او مضایا ته دې خوراک راوړي وي ځکه چې مونږ ډیر وږي یو."

فوا، کفریا او ادلیب ته هم د دوشنبې په ورځ بشري مرستې، درمل، خوراک او کمبلې ورسیدې او تمه کیږي چې د دغو موادو ویشل به تر د سې شنبې تر شپې پورې دوام وکړي.

په دغو ښارگوټو کې یاغیان د سیمې د کلابند کیدو مسول گڼل کیږي چې خلک یې لومړنیو موادو ته اړ کړي دي.

د مضایا ښار یوې اوسیدونکې وویل چې د ډیرو بدمرغیو شاهدان و او ډیر کړیدلي دي. د هغې په وینا خلکو به پیشوگانې خوړلې، واښه به یې خوړل. دغه میرمن زیاتي وي چې خلک یې لیدلي چې په ډیران ناست و او گند به یې خوړل.

د مضایا اوسیدونکي له قحطۍ سره مخامخ دي
د مضایا اوسیدونکي له قحطۍ سره مخامخ دي

د ملګروملتونو یوه چارواکي ویلي، د سوريي له کلابند ښار مضایا څخه باید په فوري توګه شاوخوا څلور سوه کسان وایستل شي. د بشري مرستو د همکاریو د دفتر عمومي منشي وویل:

"د اسنادو او شواهدو له مخې سو تغذي او د خوراک کمښت زیات دی او مونږ له خلکو داسې راپورونه لرو چې یا له وږي مړه کیږي یا مړه شوي دي. نو زه فکر کوم دا هغه څه دي چې مونږ نشو توانیدلی هرو مرو یې تائید کړو، خو دا ویلی شم چې په بیلابیلو عمرونو کې د خلکو د سوی تغذي شدیدې قضیې تائید شوي دي"

په ملگرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري ویلي چې حکومت به د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي خو دا خبره یې رد کړې ده چې په مضایا کې خلک له لوږې مړه کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا به د جگړې ټولو اړخونو باندې فشار راولي چې مضایا ته بشري مرستې ورسوي.

ملگري ملتونه وایي په سوریې کې ١٣ نیم میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري. څه دپاسه ۴ میلیونه خلک هیواد پریښی او څه د پاسه ٦ نیم په هیواد که دننه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG