یوناما: افغانستان سره د مرستو کمښت د ښځو او نجونو حیاتي ملاتړ له ګواښ سره مخ کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د (نومبر۲۵مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت د افغان ښځو او نجونو د ژوند ژغورنې حیاتي ملاتړ له ګواښ سره مخ کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو ښځینه بنسټونو لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

دا اداره وايي د ښځو سازمانونه یوازې د ښځو لپاره خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، مسلکي زده ‌کړې او نور حیاتي ملاتړ برابروي په داسې شرایطو کې چې مرستې باید د ښځو له خوا ښځو ته وړاندې شي.

یوناما په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن له قوله لیکلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه مخ په زیاتېدو دي؛ ځکه اقتصادي ستونزې، چاپېریالي ناورینونه او پرله ‌پسې بشري کړکېچونه د هغوی پر حقونو او ازادیو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو اغېزې لا پسې زیاتوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي: په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه مخ په زیاتېدو دي، هغه خدمتونه چې دوی پرې تکیه کوي، د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي.

یوناما په داسې وخت کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې چې له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو یې بندیز لګولی دی.خو طالبان وايي چې دا بندیز تر امر ثاني پورې دی.

مېرمن فرګوسن زیاته کړې: موږ نه شو کولای هغه بنسټونه له لاسه ورکړو چې ښځې او نجونې پرې تکیه کوي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې دوی تر بل هر وخت ډېر ورته اړتیا لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) ، مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په ترڅ کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې له ۱۹۳ څخه ډېر مرکزونه د مالي مرستو د کمښت له امله تړل شوي دي، چې له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د روان کال په ترڅ کې د ښځو په مشرۍ د ۷۴ سازمانونو په اړه یوه سروې ترسره کړې ده. د سروې موندنې ښيي چې نږدې له هرو څلورو سازمانونو څخه درې یې په ۲۰۲۵ کال کې د مالي مرستو له کمښت سره مخ شوي وو او له نیمایي څخه زیات سازمانونه اړ شوي وو چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب خدمتونه محدود کړي.

د سروې له مخې، نیمایي سازمانونه تمه لري چې د مالي مرستو د کمښت له امله به د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل میاشتې پورې خپل فعالیتونه وځنډوي یا به په بشپړه توګه وتړل شي. دا وضعیت کولای شي تر ۴۲۷ زرو پورې ښځې له جدي خطر سره مخ کړي چې اړینو خدمتونو ته خپل لاسرسی له لاسه ورکړي.

یوناما وايي عدالت ته د لاسرسي مخ پر پراخېدونکې تشه ډېرې ښځې له دې بې ‌برخې کړي چې په خوندي توګه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او یا د ناوړه چلند پر وړاندې اعتراض وکړي.

یوناما په اړوند ادارو او خلکو غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودریږي او زیاته کړې ده چې ملګري ملتونه، نړیوال مرستندویان، د مدني ټولنې سازمانونه او نور همکار بنسټونه په افغانستان کې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې سره راټول شي، څو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او پر وړاندې یې د اغېزمن غبرګون د بېړنۍ اړتیا په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.

XS
SM
MD
LG