اندونیزیایي مقاماتو تر اوسه پورې په جاوا سمندرگي کې د ایر ایشیا هوایي شرکت د پرزیدلې جت الوتکې د پرزیدلو ځای ته نژدې لږ تر لږه څلویښت مړي موندلي دي.
د ایر ایشیا هوایي شرکت الوتکه د یکشنبې په ورځ په جاوا سمندرگي کې د بورنیو ټاپو په ١٦٠ کیلو میترۍ کې نسکوره شوې ده.
سیمه ییز تلویزیون نن د هغو هلی کوپترو تصویرونه خپاره کړل چې مړي یې را ایستل.
څوک ژوندی نه دی موندل شوی
د شپې په خوریدو سره د ژغورنې عمله یواځې توانیدلې ده چې د ایر ایشیا د هوایي شرکت ددې پرواز د سپرلیو څلورمه برخه ومومي. تر اوسه پورې ددې الوتکې د سپرلیو څخه هیڅ یو ژوندی نه دی موندل شوی.
د الوتکې د ټوټو له موندلو څخه سمدستي لږ وروسته د الوتکې د مسافرو جسدونه، د مسافرو مالونه، د ژغورنې یو واسکټ او د الوتکې د چټک وتلو سره او سپینه دروازه ومونل شول.
اندونیزیایي مقاماتو همداشان په لاندې په اوبو کې یو سیوری هم لیدلی چې کیدای شي د دې ایربس ٣٢٠-٢٠٠ ماډل الوتکې عمده برخه به وي.
د دې هیواد د ژغورنې او پلټنې ملي اداره وایي د یو شمیر مسافرینو مړي هماغې سیمې ته نږدې موندل شوي دي چې الوتکه له رادار څخه پناه شوې وه.
پلټونکو الوتکو غرمه ځینی برخې د جاوا په سمندر کې وموندلې. دا هماغه سیمه ده چې د گڼ شمیر هیوادونو گډې پلټنی پکې دوام لري.
اندونزیایي مقامات وایي چې دوي به اوس د پلټنی ساحه لا نوره پراخه کړي تر څو د پېښې ځای ته نږدې سیمې او د کمکیو ټاپوگانو ځینی ځمکې هم ولټوي.
د پلټنې له چارو سره د امریکا سمندري جنگي بیړۍ، یو اس اس سام سن، چی لا دمخه په سیمه کې وه، مرسته کوي ځکه دا بیړۍ د اوبو لاندې د څار دپاره په ځانگړو وسایلو سمباله ده.
ځینې جسدونه د کاریماتا په نوم تنگي کې موندل شوي چې شپږ مایله له هغې سیمې نه لری ده چې وروستی ځل د الوتکې څخه د ارتباط د مرکز سره تماس نیول شوی و.
د ژغورنې او پلټنی د ادارې رئیس، بمبنگ سوسیستیلو پدې اړه وویل « د اندونیزیا د هوایي ځواکونو پلټونکو الوتکو د اوبو لاندی یو شئ وموند چې یوې الوتکې ته یې ورته والی درلود. د ورځی په یوه نیمې مونږ بیا په سیمه کې نورې پلټنی هم تر سره کړی چې د اوبو د موجونو د پاسه مو یو جسد هم تر سترگو شو.»
د موندل شویو جسدونه اندونیزیایی سمندري بیړۍ ته انتقال شوی دي. د اندونیزیا د ژغورنې او پلټنی د ادارې رئیس، بمبنگ سوسیستیلو خبریالانو ته وویل چې جسدونو محافظتي واسکتونه نه درلودل. هغه زیاته کړه « دا هماغه سیمه ده چې الوتکه پکې لویدلی وه او دا ټوټې د هماغې تري تم شوې الوتکې برخې دي چې مونږ یې د دوه ورځو راهیسي په لټه کی و.»
د مسافرینو خپل خپلوان هم د سورابایا د ښار د هوایی ډگر د عاجلو حالاتو په یوه مرکز کې سره راغونډ شوي و او په بی صبرۍ سره د خبرونو انتظار وو.
دوی ددې زړه بوگنونکی حالت ویدیو په تلویزیون کی کتله او ددې خبر په اوریدو یې د بی باورۍ غبرگون ښود، ژړل یې، او چغې یې وهلې.
پدې پرواز کې ټول ټال یو سلو دو شپیته تنه مسافرین سپاره و چې یو سلو نهه څلویښت تنه اندونیزیاییان یو برتانوی، یو مالیزیایی، یو سینگاپوری او د عملې اوه تنه یو فرانسوی او شپږ تنه یې اندونیزیاییان و.