د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د الوتکې د لویدو په پیښه کې ۱۸ تنه وژل شوي


الوتکه د دوبۍ د ښار نه هند ته روانه وه او ټول ۱۹۱ کسان پکې سپاره و.

د هند د هوایي شرکت یوه الوتکه چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار نه هند ته روانه وه، د هند په یو هوایی ډګر کې تر کښیناستو وروسته دوه ټوټې شوې.

په الوتکه کې د پیلوټانو، عملې او مسافرو په شمول ټول ۱۹۱ کسان سپاره وه .

مسؤلین وایي چې د الوتکې دوه پیلوټان هم وژل شویدي. په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

الوتکه د عربي متحده اماراتو نه هند ته روانه وه او د هند هغه اتباع پکې سپاره و چې د کرونا د ویروس له وجې په دوبۍ کې ګیر پاتې وي.

یو مسافر چې په پیښه کې ژوبل شوی، مطبوعاتو ته ویلي چې د کښیناستو سره سره، د الوتکې مخکنۍ برخه څو ځله هوا ته پورته شوه او بیرته په ځمکې ولیګده.

د هوایي ډګر مسؤلیو هم ویلي چې د الوتکې مخکنۍ برخه تقریباً شل مترې لیرې موندل شوې او اکثریت وژل شوي هماغه مسافر و چې په مخکنۍ برخه کې ناست و.

عیني شاهدانو ویلي چې د ناستې سره سم، تپه تیاره شوه او خلکو چغې شروع کړلې.

د هند په جنوب کې د کیرالا ایالتي چارواکو ویلي چې د الوتکې یو پیلوټ وژل شوی او لس ګونه مسافر روغتون ته وړل شویدي.

د الوتکې د لویدو پر وخت په سیمه کې باران وریده چې د ژغورنې کار یې یو څه سخت کړی و.

د هند د ملکي هوایي چلن ادارې مسؤلینو هم ویلي چې الوتکه د رن وې نه بلې خوا ته ولاړه او دوه ټوټې شوې. دغو مسؤلینو ویلي چې د دیرشو او څلویښتو په شاوخوا کې مسافر روغتون ته وړل شوي.

XS
SM
MD
LG